ads

د سولې عالي شورا نوى تشكيل رسماً معرفي شو

د ملي يووالي حكومت مشرانو نن د سولې عالي شورا نوى تشكيل رسماً معرفي كړ. جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې مراسمو كې وويل، د افغانستان دولت او خلك پر سولې باور لري او په دې برخه كې ملي اجماع هم موجوده ده. د ملي يووالي حكومت مشرانو نن د سولې عالي شورا نوى […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
د سولې عالي شورا نوى تشكيل رسماً معرفي شو

د ملي يووالي حكومت مشرانو نن د سولې عالي شورا نوى تشكيل رسماً معرفي كړ. جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې مراسمو كې وويل، د افغانستان دولت او خلك پر سولې باور لري او په دې برخه كې ملي اجماع هم موجوده ده.

د ملي يووالي حكومت مشرانو نن د سولې عالي شورا نوى تشكيل رسماً معرفي كړ.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې مراسمو كې وويل، د افغانستان دولت او خلك پر سولې باور لري او په دې برخه كې ملي اجماع هم موجوده ده.
هغه په هېواد كې روانه جګړه د باطل په وړاندې د حق جګړه وبلله.
نوموړي زياته كړه، چې د سولې عالي شورا نوې رهبرۍ ته د بشپړې خپلواكۍ ډاډ وركوي او ژمنه كوي، چې د ملي امنيت شورا به يې په خدمت كې وي.
د جمهور رئيس د حكم له مخې، پير سيد احمد ګيلاني د رئيس او محمد كريم خليلي د سولې عالي شورا د لوى مرستيال په توګه وټاكل شول.
همدارنګه حبيبه سرابي، عبدالكريم خدام، عبدالخبير اوچقون، عطاء الرحمن سليم او حاجي دين محمد د سولې عالي شورا د مرستيالانو په توګه په دنده وګومارل شول.
د يادې شورا نوى جوړښت ۵۰ غړي لري او يوازې د هغو كسانو د كار موده وغځول شوه، چې د دې شورا د وروستيو دوو كلونو په غونډو كې يې ګډون كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA