د ننګرهار د فواید عامې ریاست چارواکي وایې، چې په تېر یوه کال کې یې ۱۱۸ ميلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. دوی زياتوي، چې د تېر کال دا راټول کړي عواید یې د وړم کال په پرتله ۲۰ فيصده زیاتوالی ښیي.
د ننګرهار د فواید عامې ریاست چارواکي وایې، چې په تېر یوه کال کې یې ۱۱۸ ميلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دوی زياتوي، چې د تېر کال دا راټول کړي عواید یې د وړم کال په پرتله ۲۰ فيصده زیاتوالی ښیي.
د ننګرهار د فواید عامې رئیس حمدالله طلوع نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ده په راتګ سره ۲۰ فيصده د تورخم د ترازو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی، خو د موټرو راتګ کم شوی دى.
د هغه په وينا، د مرکزي حکومت او ولایتي ادارې له لوري د زیات فشار له كبله یې د دغې ترازو په چارو کې اصلاحات راوستي دي.
د ننګرهار د فواید عامې رئیس په داسې حال کې د تورخم سرحدي ښارګوټي له ترازو څخه د عوایدو د زیاتوالي خبره کوي، چې لا هم د تورخم سرحدي ښارګوټی د فساد یوه لوی منبع ګڼل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

