ads

امريکايي بې پيلوټه الوتکې كرم اېجنسۍ كې درې وسله وال وژلي

له ډيورند پولې اخوا کرم اېجنسۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال وژل شوي دي. له ډيورند پولې اخوا کرم اېجنسۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قوماندان په ګډون درې تنه […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
امريکايي بې پيلوټه الوتکې كرم اېجنسۍ كې درې وسله وال وژلي

له ډيورند پولې اخوا کرم اېجنسۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

له ډيورند پولې اخوا کرم اېجنسۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په دغه هوايي بريد کې درې کورونه هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

ياد بريد پرون ترسره شوى، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال ټپي شوى هم دى.

په بريد کې دغه راز دوه موټرونه هم له منځه وړل شوي، چې ويل کېږي پاکستاني طالبانو ورڅخه استفاده کوله.

تر بريد وروسته تر ډېره وخته امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوا کې ګرځېدلې، چې د سيمې په خلکو کې يې وېره خپره کړې وه.

پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA