د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، افغانستان د فنلنډ په ګډون له ټولو اروپايي هېوادونو سره پر داسې ګډو اقتصادي او امنيتي برنامو کار کوي، چې د تطبيق په پايله کې يې د کډوالۍ يو شمېر مهم عوامل رفع شي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د فنلنډ د بهرنيو چارو له مرستيالې وزيرې پيرکو هامالانين سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، په فنلنډ کې د افغان کډوالو پر وضعيت او يو شمېر نورو دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار هيله څرګنده كړه، چې د افغان دولت د سولې او امنيت د ټينګښت هلې ځلې به مثبتې پايلې ولري او په دې توګه به د کډوالۍ امنيتي علتونه له منځه لاړ شي.
د فنلنډ د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې پيرکو هامالانين وويل، چې په هېواد کې يې تر عراقي کډوالو وروسته ډېر شمېر افغان کډوال مېشت دي.
د هغې په خبره، هېواد يې د کډوالۍ د مخنيوي لپاره له افغانستان سره پر ګډو اقتصادي او امنيتي برنامو کار ته ژمن دى.