چارواكي وايي، څو شيبې وړاندې د بغلان ولايت مقام په انګړ د يو توغندي د لګېدو له كبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د والي سكرتر عبدالقدوس يزداني كليد ته په دې اړه وويل، په پېښه كې يو وژل شوى كس ملكي او له والي سره ليدو ته راغلى و، بل ټپي شوى كس هم ملكي و خو درېيم كس چې ټپي شوى دى، د والي د مرستيال ډرېور و: (( پېښه نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې شوې ده، بي ام يك توغندى و چې په انګړ كې ولګېد.)) چارواكي وايي، څو شيبې وړاندې د بغلان ولايت مقام په انګړ د يو توغندي د لګېدو له كبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د والي سكرتر عبدالقدوس يزداني كليد ته په دې اړه وويل، په پېښه كې يو وژل شوى كس ملكي او له والي سره ليدو ته راغلى و، بل ټپي شوى كس هم ملكي و خو درېيم كس چې ټپي شوى دى، د والي د مرستيال ډرېور و: (( پېښه نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې شوې ده، بي ام يك توغندى و چې په انګړ كې ولګېد.))
تر اوسه د دې توغنديز بريد پړه كوم لوري پر غاړه نه ده اخستې، خو د بغلان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخستلو په شرط كليد ته وويل، دا توغندى د هغو طالبانو لخوا پر ولايت توغول شوى چې دمګړۍ په ډنډ شهاب الدين كې له دولتي ځواكونو سره په جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال كې ده چې افغان ځواكونه له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د بغلان په ډنډ غوري كې د وسله والو طالبانو د تحركاتو د ځپلو په عملياتو بوخت دي.


