د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وایي، په تېر یو کال کې ورته د پاکستان د حکومت له لوري۱۱ زره كډوال بندیان سپارل شوي دي.
د چارواكو په خبره، دغه افغانان په پاکستان کې د غیر راجسترکډوالو په نوم نیول شوي وو.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي نن د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېر یو کال کې دوی ته د پاکستان حکومت له لوري ۱۱ زره هغه افغانان چې غیر قانوني په پاکستان کې اوسیدول له نیول کیدو وروسته سپارل شوي دي. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وایي، په تېر یو کال کې ورته د پاکستان د حکومت له لوري۱۱ زره كډوال بندیان سپارل شوي دي.
د چارواكو په خبره، دغه افغانان په پاکستان کې د غیر راجسترکډوالو په نوم نیول شوي وو.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي نن د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېر یو کال کې دوی ته د پاکستان حکومت له لوري ۱۱ زره هغه افغانان چې غیر قانوني په پاکستان کې اوسیدول له نیول کیدو وروسته سپارل شوي دي.
نوموړی وایي، دوی ورسپارل شويو بندیانو ته د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې د اوسیدو ځانګړی ځای لري او تر هغې يې په دې ځاى كې ساتي چې څو یې خپلو کورنیو ته وسپاري: (( د دوى شمېر له ۱۱ زرو زيات دى، موږ دا بنديان خپلو خپلو كورونو ته تسليموو، تر هغې يې چې ځاى نه وي پيدا شوى، نو موږ يې دلته په مساپر خانه كې ساتو.))
اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون غیر قانوني افغان کډوال اوسېږي او دغه راز هره ورځ په سلګونو افغانان د درملنې، سوداګرۍ او نورو چارو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کوي، چې ډيری يې هلته د اقامت قانوني اسناد نه لري.


