ads

هر كال له زرو څخه ۹۷ افغان ماشومان تر ۵ كلنۍ مخكې مري

د عامې روغتیا وزیر وايي، افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږېدلو ماشومانو کې يې ۹۷ ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مري.فیروزالدین فیروز چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې، ماشومانو ته د پولیسو واکسین په اړه، د دیني عالمانو د ونډې د ارزښت او […]

نویسنده: TKG
3 کب 1394
هر كال له زرو څخه ۹۷ افغان ماشومان تر  ۵ كلنۍ مخكې مري

د عامې روغتیا وزیر وايي، افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږېدلو ماشومانو کې يې ۹۷ ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مري.
فیروزالدین فیروز چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې، ماشومانو ته د پولیسو واکسین په اړه، د دیني عالمانو د ونډې د ارزښت او اهمیت لپاره د نړیوالې جوړې شوې دوه ورځنۍ ناستې د پرانیستې پر مهال یې رسنیو ته خبرې کولې زیاته کړه، د ماشومانو د مړینې بنسټیزعوامل هغه ناروغۍ دي چې د واکسین د تطبیقولو په نتیجه کې یې مخنیوی کیدای شي. د عامې روغتیا وزیر وايي، افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږېدلو ماشومانو کې يې ۹۷ ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مري.
فیروزالدین فیروز چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې، ماشومانو ته د پولیسو واکسین په اړه، د دیني عالمانو د ونډې د ارزښت او اهمیت لپاره د نړیوالې جوړې شوې دوه ورځنۍ ناستې د پرانیستې پر مهال یې رسنیو ته خبرې کولې زیاته کړه، د ماشومانو د مړینې بنسټیزعوامل هغه ناروغۍ دي چې د واکسین د تطبیقولو په نتیجه کې یې مخنیوی کیدای شي.
هغه وايي، د ماشومانو ګوزڼ یوه له هغو مهلکو ناروغيو څخه ده چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې شاوخوا ۳ لکو او ۵۰ زره ماشومان پرې اخته کېدل، چې په خبره یې له نیکه مرغه د ګوزڼ د واکسین د اغیزمن تطبیق په پایله کې دغه ناروغي د نړۍ په ډیرو هېوادو کې محوه شوې ده.خو د عامې وزیر وايي له بده مرغه افغانستان او پاکستان بیا دوه هغه هېوادونه دي چې  تر اوسه پورې په کې ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له کبله د مرګ کومې ته پرېوځي.
په ورته مهال بیا د اسلامي پراختیايي بانک د روغتیا برخې مشر البشیر سلام له کلید سره په خبرو کې وویل، که څه هم په نړۍ کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په نابودولو کې د نړۍ د هېوادونو او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د کابو کولو لپاره د حکومت هڅې ستايي، خو بیاهم له نړیوالو یې د پوره نابودۍ او محوې غوښتنه کوي: ((( د افغانستان په ځېنو سیمو کې چې له بده مرغه واکسین د شریعت خلاف او حرام ګڼي، یوه ناسمه خبره ده، بلکې موږ کولی شو د دیني عالمانو د نظرونو او خبرو څخه د دې ډول افکارو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګټه پورته کړو تر څو خلک وپوهیږي، چې واکسین نه یوازې چې شرعي ممانعت او ضرر نه لري او نه هم کومه روغتیايي ستونزه پیښوي.))
له دې سره هم مهاله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مساجدونو د انسجام مشر فضل کریم سراجي رسنیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د جوماتو او تکایاو د منابرو له لارې به دېني عالمانو ته، د قرآن کریم د آیتونو او نبوي (ص) احادیثو په رڼا کې د خلکو او عامه اذهانو د پوهاوي او روښانه کولو لپاره د موعضو بیانونو سپارښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA