ads

ننګرهار كې ښځينه پوليسو ته ۱۴ ورځنى ورکشاپ پيل شو

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ۳۰ تنو ښځينه پوليسو ته د يکشنبې په ورځ د ځان ساتنې او نورو عملي تکتيکونو د زده کړو په هدف ۱۴ ورځنى ورکشاپ پيل شو.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال امير خان لېوال د ياد […]

نویسنده: TKG
3 کب 1394
ننګرهار كې ښځينه پوليسو ته ۱۴ ورځنى ورکشاپ پيل شو

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ۳۰ تنو ښځينه پوليسو ته د يکشنبې په ورځ د ځان ساتنې او نورو عملي تکتيکونو د زده کړو په هدف ۱۴ ورځنى ورکشاپ پيل شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال امير خان لېوال د ياد ورکشاپ د پرانيستې په مهال وويل، هر نارينه او ښځينه پوليس ته اړينه ده، چې د ځان ساتنې او نورو عملي برخو کې پوره مهارت ولري، ترڅو د اړتيا په وخت له ستونزو سره مخ نه شي . د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ۳۰ تنو ښځينه پوليسو ته د يکشنبې په ورځ د ځان ساتنې او نورو عملي تکتيکونو د زده کړو په هدف ۱۴ ورځنى ورکشاپ پيل شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال امير خان لېوال د ياد ورکشاپ د پرانيستې په مهال وويل، هر نارينه او ښځينه پوليس ته اړينه ده، چې د ځان ساتنې او نورو عملي برخو کې پوره مهارت ولري، ترڅو د اړتيا په وخت له ستونزو سره مخ نه شي .
نوموړي زياته کړه، په ټولنه کې د افغاني کلتور په نظر کې نيولو سره اړينه ده، چې د اړتيا په مهال له نارينه پوليسو سره ښځينه پوليس څنګ په څنګ د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي .
دغه راز د امنيه قوماندانۍ اړوند د بشري حقونو مدير سمونوال عبدالمحمد وويل، چې په دغه روزنيز ورکشاپ کې به ښځينه پوليسو ته د ځان ساتنې ترڅنګ د وسلې کارونې او ځينې نور اړين تکتيکونه په عملي توګه ور وښودل شي .
د هغه په وينا، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې اوس مهال ۵۲ تنه ښځينه پوليس په دندو بوخت دي، چې په راتلونکې کې به دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA