د ميدان وردګو مرستيال والي ذاکر حسين سلطاني وايي، چې په دې ولايت کې به معتادين د يوه کمپاين په ترڅ کې د درملنې په هدف راټول کړي.
نوموړي دا خبره د يكشنبې په ورځ په ولايت مقام کې د نشه يي توکو په ضد د مبارزې غونډه كې وكړه.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د ذاکر حسين سلطاني له قوله راغلي، چې معتادين به د يوه کمپاين په ترڅ کې راټول او د درملنې په هدف به د معتادينو د درملنې ځانګړو مرکزونو ته ولېږدول شي. د ميدان وردګو مرستيال والي ذاکر حسين سلطاني وايي، چې په دې ولايت کې به معتادين د يوه کمپاين په ترڅ کې د درملنې په هدف راټول کړي.
نوموړي دا خبره د يكشنبې په ورځ په ولايت مقام کې د نشه يي توکو په ضد د مبارزې غونډه كې وكړه.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د ذاکر حسين سلطاني له قوله راغلي، چې معتادين به د يوه کمپاين په ترڅ کې راټول او د درملنې په هدف به د معتادينو د درملنې ځانګړو مرکزونو ته ولېږدول شي.
بلخوا د ميدان وردګو د نشه يي توکو په ضد د مبارزې رئيس ذبيح الله وايي، چې په دې ولايت كې د کوکنارو کښت صفر ته ټيټ شوى، خو د معتادينو شمېر زيات دى.
د نوموړي په وينا، د معتادينو د شمېر د زياتوالي علتونه بې کاري، مهاجرتونه او يو شمېر نور مسايل دي، چې د مخنيوي لپاره يې بايد کار وشي.
په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په دې برخه کې بايد عامه پوهاوى وشي، چې د عامې روغتيا رياست به د نشه يي توکو زيانونه بيانوي، د حج او اوقافو رياست به د اسلام له نظره د نشه يي توکو زيانونه بيانوي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دې خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي.


