په لغمان کې د فولاد ۳۴ په نوم د پيل شویو عملیاتو پرمهال چارواکي د ۶ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.
دغه عملیات پرون د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را ستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو د لومړۍ پلې لیوا په مشرۍ له ملي پولیسو او ملي امنیت سره په ګډه دغو عملیاتو کې دغه راز د (بي بي هاجرې، منجمه ګل، کپرۍ، معین کلا او زاویه کلا) سیمې د وسله والو له فعالیتونو پاکې شوې دي. په لغمان کې د فولاد ۳۴ په نوم د پيل شویو عملیاتو پرمهال چارواکي د ۶ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.
دغه عملیات پرون د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را ستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو د لومړۍ پلې لیوا په مشرۍ له ملي پولیسو او ملي امنیت سره په ګډه دغو عملیاتو کې دغه راز د (بي بي هاجرې، منجمه ګل، کپرۍ، معین کلا او زاویه کلا) سیمې د وسله والو له فعالیتونو پاکې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د عملیاتو پرمهال دوه میله وسله هم د عملیات کوونکو ځواکونو لاسته ورغلې او ۳ کړۍ ماینونه یې یې هم کشف او له منځه وړې دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې ۴ مشکوک وسله والو نیول شوي هم دي، بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


