ads

كندهار كې سږ كال ټرافيكي پېښو ۳۰۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د كندهار د ټرافيكو مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د ټرافيكي پېښو كچه كمه شوې خو د مرګ ژوبلې لا هم اندېښمنوونكې ځكه ده چې روان كال دغلته له درې سوو زياتو كسانو ته ترې مرګ ژوبله اوښتې ده.د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وايي، په دغو ټرافيکي پيښو کې ۷۲ […]

نویسنده: TKG
3 کب 1394

د كندهار د ټرافيكو مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د ټرافيكي پېښو كچه كمه شوې خو د مرګ ژوبلې لا هم اندېښمنوونكې ځكه ده چې روان كال دغلته له درې سوو زياتو كسانو ته ترې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وايي، په دغو ټرافيکي پيښو کې ۷۲ يې مرګونې وې او ۱۷۷ ټپيان يې درلودل.
د هغه په وينا، تېر كال په كندهار كې د ټرافيكي پېښو له كبله د وژل شويو شمېر ۹۳ تنه دی چې ۶۲ يې نارينه، ۵ ښځينه او ۲۶ يې کوچنيان دي د كندهار د ټرافيكو مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د ټرافيكي پېښو كچه كمه شوې خو د مرګ ژوبلې لا هم اندېښمنوونكې ځكه ده چې روان كال دغلته له درې سوو زياتو كسانو ته ترې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وايي، په دغو ټرافيکي پيښو کې ۷۲ يې مرګونې وې او ۱۷۷ ټپيان يې درلودل.
د هغه په وينا، تېر كال په كندهار كې د ټرافيكي پېښو له كبله د وژل شويو شمېر ۹۳ تنه دی چې ۶۲ يې نارينه، ۵ ښځينه او ۲۶ يې کوچنيان دي: ((په ټپيانو کې ۱۷۷ نارينه، ۳۴ ښځينه او ۹۸ کوچنيان وو چي ټولټال ۳۰۹ تنه کېږي. ))
د ټرافیکو مدیر وایي، د دغو پېښو په تړاو لسګونه کسان نيول شوي چې دوسيې يې څارنواليو ته استول شوي، خو ځينې کسان تر پيښو وروسته تښتېدلي او پوليس يې لا هم د نيولو هڅې کوي.
محمد الله خان وايي، دغه پېښې د تېرو کلونو په پرتله کمې دي، خو د ټرافيکو مديريت هڅه کوي چې قانون او نظم پلى کړي او د ټرافيکي پېښو کچه نوره هم کمه کړي: ((د دې لپاره چې ټرافيکي نظم وساتل شي په پرله پسې توګه مو د ټرافيکي اصولو او قوانينو د زده کړې کورسونه جوړ کړي چې له مخې يې د روان کال په اوږدو کې ٣٩٩١ تنو ته د موټر چلونې لايسنسونه ورکړل شوي دي.))
نوموړى پر لويو لارو د ټرافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ټرافيکي اصولو نه مراعتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت بولي چې په وينا يې تر ډېره په کې ٣٠٣ باروړونکي موټرونه دخيل دي: (( خو په ښار کې دننه بيا د ډېرو ټرافيکي پېښو عمده عوامل موټر سايکلونه، زرنج او ناقانونه وارد شوي راسته اشټرينګ لرونکي موټرونه دي.))
نوموړي د ترافيکي پېښو په برخه کې يوه عمده ستونزه هغه کم عمره هلکان ګڼي چې قانوني سن يې نه وي پوره کړى او په ښار کې موټر سايکل يا موټر چلوي.
هغه له والدينو غوښتنه وکړه چې خپلو کم عمره اولادونو ته دې اجازه نه ورکوي چې په ښار کې وسايط وچلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA