د ټولنیزو رسنیو له کارونې کلونه اوړي؛ خو د ګټو ترڅنګ یې ډیری استعمالوونکي له رامنځته شويو زیانونو اندیښمن دي.
په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوک تر نورو هغو ډېر مینه وال او كاروونكي لري؛ خو په دې وروستیو کي یو شمیر خویندې نیوکه کوي، چي د ځینو وروڼو لخوا د دوی په نومونو د فسبوک كارول د مېرمنو شخصیت ته په ښکاره ډول سپکاوی دی.
خاطره له څو کلونو راهیسې فیسبوک کاروي. نوموړې وایي، څو ځله د هلکانو لخوا د نجونو په نومونو له جوړ شويو اکاونټونو ځورول شوې ده.
نوموړې د هلکانو دا کړنه ناسمه بولي او یادونه کوي، دا د میرمنو شخصیت ته په ښکاره ډول سپکاوی دی د ټولنیزو رسنیو له کارونې کلونه اوړي؛ خو د ګټو ترڅنګ یې ډیری استعمالوونکي له رامنځته شويو زیانونو اندیښمن دي.
په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوک تر نورو هغو ډېر مینه وال او كاروونكي لري؛ خو په دې وروستیو کي یو شمیر خویندې نیوکه کوي، چي د ځینو وروڼو لخوا د دوی په نومونو د فسبوک كارول د مېرمنو شخصیت ته په ښکاره ډول سپکاوی دی.
خاطره له څو کلونو راهیسې فیسبوک کاروي. نوموړې وایي، څو ځله د هلکانو لخوا د نجونو په نومونو له جوړ شويو اکاونټونو ځورول شوې ده.
نوموړې د هلکانو دا کړنه ناسمه بولي او یادونه کوي، دا د میرمنو شخصیت ته په ښکاره ډول سپکاوی دی: (( په دې باندې د زیاتره نجونو نوم بداوی کېږي. دا ښه کار نه دی. هلکان باید له دې کار څخه ډډه وکړي.))
خو د دې برعکس ډیری میرمنې هم شته، چې د هلکانو په نومونو ځانته فیسبوک اکاونټونه جوړوي.
سپوږمۍ نومې میرمن چې خاوند یې له هیواده بهر استوګن دی او له هغې سره د خبرو لپاره فسبوک کاروي، یادونه کوي چې د زوی په نوم یې له څو كلونو راهیسې اکاونټ جوړ کړی دی.
دا چې لامل یې څه دی؟ په اړه یي کلید ته وویل: (( زه خو دا شاوخوا شپږ کاله فیسبوک کاروم. زما د ځوی په نوم دی. لامل یې دا دی، چې داسې ځوانان شته، چې د نجلۍ په نوم ای ډي وګوري بیا یې ځوروي.))
ډیری ځوانان هم د خپلو همزولو دا کړنه چې په فیسبوک کې د نجونو په نوم اکاونټونه جوړوي بده ګڼي.
ځیرک ذهین هغه ځوان دی چي د نارینه و په نوم د میرمنو اکاونټ جوړول ټولنیز محدودیتونه یادوي؛ خو د میرمنو په نوم د هلکانو لخوا د اکاونټ جوړول یو ډول دوکه او فريب بولي: (( د نجونو لخوا د هلکانو په نوم اکاونټ جوړول؛ خو ښکاره ده، چې دا یوه کلتوري ټولنه ده او ستونزې ورڅخه را ولاړیږي؛ خو دا چې هلکان د نجونو په نوم ای ډي جوړوي، دا نو بیا چل او فریب دی.))
دیني عالمان هم په دې اند دي چې د هلکانو لخوا د میرمنو په نومونو ایډي جوړول دوکه ده او دا کړنه په اسلام کې نشته.
په همدې تړاو راته دیني عالم مولوي محمد غني فاروقي داسې وویل: ((د اسلام له نظره په ټولو چارو کې چې هغه د انسانانو د روا او د ژوند د چارو پورې اړه لري او په هغې کې انسان ته زیان وي اسلام له هغې منعه کړې ده. ځکه په اسلام کې هم ځان ته ضرر رسول منع دي او هم نورو ته.))
ښاغلي فاروقي زیاته کړه: ((که څوک د نجونو په نوم په فیسبوک کې ایډي جوړوي؛ نو دا دوه ضررونه لري یو یې خپله همدغه شخص ته چې د نجلۍ خطاب ورته کیږي او بل دا چې هغه شخص چې ده سره په فیسبوک کې ملګری دی هغه نا روا کړنو ته مجبوروي، او ناروا كړنو ته خلك هڅول سخته ګناه ده.))
ټولنیزي رسنۍ د یو بل سره د نظریاتو د شریکولو یوه اغیزناکه وسیله ده؛ خو کتونکي په دې باور دي چې د میرمنو په نومونو د هلکانو لخوا د اکاونټونو جوړول او بیا ترې ناوړه ګټه پورته کول میرمنو سره په ښکاره ډول تاوترخوالي ته لمن وهل دي، چې باید ددې چارې مخه ونیول شي.


