د عراق روغتيا وزارت اعلان كړى چې په دغه هېواد كې د راډيو اكټيف وړانګو يوه غلا شوې بكسه يې سهي سلامت بېرته ترلاسه كړې ده.
د عراق دولتي سرچينو ويلي، د راډيواكټيف وړانګو دا بكسه بصرې ته نږدې د ويدرفورډ په نوم د امريكايي كمپنۍ له ګودام څخه غلا شوې او دوى ورپسې سمدواره پلټنې پيل كړې. د عراق روغتيا وزارت اعلان كړى چې په دغه هېواد كې د راډيو اكټيف وړانګو يوه غلا شوې بكسه يې سهي سلامت بېرته ترلاسه كړې ده.
د عراق دولتي سرچينو ويلي، د راډيواكټيف وړانګو دا بكسه بصرې ته نږدې د ويدرفورډ په نوم د امريكايي كمپنۍ له ګودام څخه غلا شوې او دوى ورپسې سمدواره پلټنې پيل كړې.
سرچينه دا هم وايي چې اوس يې دا پكسه د عراق په جنوبي ښار زوبير كې د پټرولو د يو ټانك مخې ته موندلې ده.
دوى ډاډ وركړى چې له خوندي بكسې څخه دا راډيو اكټيف وړانګې نه دي خپرې شوي او چاته به كوم ضرر هم متوجه نه شي.


