د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د هېواد علماوو د فتواو په صادرولو سره له امنيتي ځواکونو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړى دى.
نوموړي دا څرګندونې نن د وزيرانو شورا اونيزه ناسته کې وکړې.
هغه وويل، د کابل په ګډون د هېواد د يو شمېر سيمو خطيبانو او علماو سره يې بېلابېلې ليدنې کړې دي، چې له امنيتي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ څرګندولو تر څنګ يې په ادارو کې د خپلو ستونزو يادونه هم کړې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره به په همغږۍ ورباندې بحث کېږي او د علماوو شوراګانو لا همغږۍ لپاره به تصميم نيول کېږي. د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د هېواد علماوو د فتواو په صادرولو سره له امنيتي ځواکونو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړى دى.
نوموړي دا څرګندونې نن د وزيرانو شورا اونيزه ناسته کې وکړې.
هغه وويل، د کابل په ګډون د هېواد د يو شمېر سيمو خطيبانو او علماو سره يې بېلابېلې ليدنې کړې دي، چې له امنيتي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ څرګندولو تر څنګ يې په ادارو کې د خپلو ستونزو يادونه هم کړې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره به په همغږۍ ورباندې بحث کېږي او د علماوو شوراګانو لا همغږۍ لپاره به تصميم نيول کېږي.
عبدالله عبدالله دغه راز د معلولينو د حقونو په اړه هم څرګندونې درلودې.
نوموړي وويل، چې د معلولينو حقونو په برخه کې هغسې، چې قانون ورته ورکړي، کار نه دى شوى او په خبره يې د اجرائيه رياست ادارې په ګډون په ډېرو ادارو کې معلولينو ته د خپلې فيصدۍ په حساب دندې نه دي ورکړل شوي.
اجرائيه رئيس دغه راز د پوهنې وزارت له چارواکو وغوښتل، په يو شمېر ولايتونو کې د هغو ښوونځيو په اړه څېړنه وکړي، چې خيالي بلل شوي او د امتيازاتو مصرف يې ورکول کېږي.


