د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يكشنبې په ورځ د ۱۵ ښوونځيو زده کوونکو سره د قرطاسيې او بکسو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په افغانستان کې د افغانانو لپاره د واحد طبي مرکز مرسته کوونکې ادارې له لوري د بهسودو ولسوالۍ د ۱۵ ښوونځيو زده کوونکو ته ۵۳۹۰ بکسې، چې قلمونه او قرطاسيه هم پکې وه، ورکړل شوې. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يكشنبې په ورځ د ۱۵ ښوونځيو زده کوونکو سره د قرطاسيې او بکسو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په افغانستان کې د افغانانو لپاره د واحد طبي مرکز مرسته کوونکې ادارې له لوري د بهسودو ولسوالۍ د ۱۵ ښوونځيو زده کوونکو ته ۵۳۹۰ بکسې، چې قلمونه او قرطاسيه هم پکې وه، ورکړل شوې.
د يادې مرسته کوونکې ادارې مسوولې نسيمې د دغو مرستو د وېش په مهال د پوهنې په برخه كې د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وګړ.
د بهسودو د پوهنې مدير زلمي حليم په دې ولسوالۍ کې د ورته مرستو د غځولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر زده کوونکي د کتابونو پر کمښت سربېره له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.


