ads

افغانستان نن له هانګ كانګ سره برخليك ټاكونكې لوبه كوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به نن د هانګ كانګ له ملي لوبډلې سره په بنګله دېش كې د اسيا جام لوبو ته د لار موندنې وروستۍ شل اوريزه لوبه وكړي.دا لوبه د كابل په وخت له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيلېږي.د اسيا کرکټ سياليو ته د لار موندنې په لومړۍ سيالۍ […]

نویسنده: TKG
3 کب 1394

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به نن د هانګ كانګ له ملي لوبډلې سره په بنګله دېش كې د اسيا جام لوبو ته د لار موندنې وروستۍ شل اوريزه لوبه وكړي.
دا لوبه د كابل په وخت له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيلېږي.
د اسيا کرکټ سياليو ته د لار موندنې په لومړۍ سيالۍ کې متحده عربي اماراتو افغانستان ته ماتې وركړې وه، خو دوهمه لوبه، چې د افغانستان او عمان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ وه، د افغان لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده. د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به نن د هانګ كانګ له ملي لوبډلې سره په بنګله دېش كې د اسيا جام لوبو ته د لار موندنې وروستۍ شل اوريزه لوبه وكړي.
دا لوبه د كابل په وخت له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيلېږي.
د اسيا کرکټ سياليو ته د لار موندنې په لومړۍ سيالۍ کې متحده عربي اماراتو افغانستان ته ماتې وركړې وه، خو دوهمه لوبه، چې د افغانستان او عمان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ وه، د افغان لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د غوراوي پړاو له څلورو لوبډلو، چې هره لوبډله د جدول په سر كې راشي، نېغ په نېغه د اسيا جام سياليو ته لاره مومي.
كه چېرې افغانستان نن هانګ کانګ ته په لوى توپير ماتې وركړي او همدارنګه متحده عربي امارات د عمان په وړاندې خپله نننۍ لوبه وبايلي، نو افغان لوبډله به د غوراوي پړاو سياليو كې لومړى مقام خپل او د اسيا جام سياليو ته لاره پيدا كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA