د پكتيكا د مركز ښرنې اړوند په څلې سيمه كې د يو ماين په چاودنه كې پخپله دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل کلید ته وویل، طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته غوښتل چې د ښرنې اړوند د څلې په سیمه کې د لويي لارې پرسرماین ځای پرځای کړي چې په دوی ورچاودلی اودوه تنه یې په کې وژل شوي خو د ټپيانو په اړه يې لا معلومات نشته . د پكتيكا د مركز ښرنې اړوند په څلې سيمه كې د يو ماين په چاودنه كې پخپله دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل کلید ته وویل، طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته غوښتل چې د ښرنې اړوند د څلې په سیمه کې د لويي لارې پرسرماین ځای پرځای کړي چې په دوی ورچاودلی اودوه تنه یې په کې وژل شوي خو د ټپيانو په اړه يې لا معلومات نشته .
د ښرنې ملکي روغتون یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کلید ته وویل چې له یادې پېښې نه روغتون ته یو جسد ور وړل شوی دی.
خو د خواجه خېلو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان حضرت خامار بیا کلید ته وویل چې پرون ناوخته د مرکز اړوند د مسواس په هدیره کې یوشمېر طالبانو غوښتل د یوه تن سیمه ییز پولیس د قبر څنګ ته ماین خښ کړي چې خپله پرې چاودلی.
نوموړی وایې په چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او یو ژوبل دی ، چې د دوو مړي طالبانو له ځان سره وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
داپه داسي حال کې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په همدې سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه مخامخ برید کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي وو.


