افغان ځواكونو د كندهار په ميوند ولسوالۍ كې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د درملو يو ډيپو كشف كړى دى.
د كندهار د پوليسو وياند ضيا دراني كليد ته وويل، دا عمليات بېګا شپه د ميوند ولسوالۍ په سوربغل سيمه كې د املي امنيت ځانګړو ځواكونو لخوا شوي دي، چې په ترڅ كې يې د وسله والو درې موټر او شپږ موټر سايكلونه هم نيول شوي دي. افغان ځواكونو د كندهار په ميوند ولسوالۍ كې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د درملو يو ډيپو كشف كړى دى.
د كندهار د پوليسو وياند ضيا دراني كليد ته وويل، دا عمليات بېګا شپه د ميوند ولسوالۍ په سوربغل سيمه كې د املي امنيت ځانګړو ځواكونو لخوا شوي دي، چې په ترڅ كې يې د وسله والو درې موټر او شپږ موټر سايكلونه هم نيول شوي دي.
د دراني په خبره، دا عمليات د خاصو راپورونو پر اساس شوي چې په سيمه كې يې د طالبانو د درملو پټولو لوى ډيپو په نښه كړى دى: (( دا عمليات په سره بغل سيمه كې شوي، په دې ترڅ كې د دوا يو ډيپو چې په درملنې او پانسمانونو كې ترې كار اخيستل كېده، له شپږ عراده هونډا موټرسايكلونو، درې موټرو او شپږو وسله والو طالبانو سره يو ځاى نيول شوي دي.))
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


