ads

پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا مشر شو

جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا د رئيس په توګه وټاكل شو.د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل په دې اړه خپله فيسبوك پاڼه كې ليكلي چې محمد كريم خليلي، مېرمن حبیبه سرابي، عطا الله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د سيد احمد ګيلاني د مرستيالانو په […]

نویسنده: TKG
2 کب 1394
پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا مشر شو

جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا د رئيس په توګه وټاكل شو.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل په دې اړه خپله فيسبوك پاڼه كې ليكلي چې محمد كريم خليلي، مېرمن حبیبه سرابي، عطا الله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د سيد احمد ګيلاني د مرستيالانو په توګه ټاكل شوي دي. جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا د رئيس په توګه وټاكل شو.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل په دې اړه خپله فيسبوك پاڼه كې ليكلي چې محمد كريم خليلي، مېرمن حبیبه سرابي، عطا الله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د سيد احمد ګيلاني د مرستيالانو په توګه ټاكل شوي دي.
د سرچينې په وينا، محمد ايوب رفيقي بيا د دې شورا د دارالانشا د رئيس، فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد يې د مرستيالانو په توګه انتخاب شوي دي.
بلخوا د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمداسماعیل قاسمیار هم كليد ته د سولې د عالي شورا په توګه د سید احمد ګیلاني ټاکل تايیدوي خو د هغه د مرستیالانو په اړه بې خبري ښیي: (( د ګيلاني خبر ثقه دى، د مرستيالانو په اړه يې څه نه شم ويلى، بايد د دولت اعلان ته منتظر يوو، موږ ته تر اوسه فرمان هم نه دى رسېدلى، خو كومو سرچينو چې خبر كړي يوو، د دوى تعيين قطعي دى. له دوى سره د سولې شورا صلاحيتونه هم زياتېږي.))
قاسمیار زیاتوي چې د دغه کسانو په ټاکلو سره د دې شورا په رهبرۍ کې چې کومه خلا رامنځته شوې وه هغه به ډکه شي او په وینا یې له دې وروسته د نوموړې شورا صلاحیتونه هم ډېرېږي.
تر اوسه د ارګ لخوا په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA