ads

په باميانو كې د مخدره توكو قاچاق، كښت او كارونه زياته شوې

د باميان ولايتي اداره په دغه ولايت كې د مخدره توكو د كښت، لېږد رالېږد او كارېدنې د زياتوالي په اړه اندېښنه كوي او له مركزي حكومت څخه يې په دې برخه كې د جدي مرستې غوښتنه كړې ده.د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي نن په دې اړه يو خبري كنفرانس ته په وينا […]

نویسنده: TKG
2 کب 1394
په باميانو كې د مخدره توكو قاچاق، كښت او كارونه زياته شوې

د باميان ولايتي اداره په دغه ولايت كې د مخدره توكو د كښت، لېږد رالېږد او كارېدنې د زياتوالي په اړه اندېښنه كوي او له مركزي حكومت څخه يې په دې برخه كې د جدي مرستې غوښتنه كړې ده.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي نن په دې اړه يو خبري كنفرانس ته په وينا كې وويل، په باميانو كې د مخدره توكو د كښت او خرڅلاو د زياتوالي له كبله د روږدو كسانو شمېر اندېښمنوونكي حد ته لوړ شوى  دى. د باميان ولايتي اداره په دغه ولايت كې د مخدره توكو د كښت، لېږد رالېږد او كارېدنې د زياتوالي په اړه اندېښنه كوي او له مركزي حكومت څخه يې په دې برخه كې د جدي مرستې غوښتنه كړې ده.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي نن په دې اړه يو خبري كنفرانس ته په وينا كې وويل، په باميانو كې د مخدره توكو د كښت او خرڅلاو د زياتوالي له كبله د روږدو كسانو شمېر اندېښمنوونكي حد ته لوړ شوى  دى.
نوموړي وويل، د مخدره توكو قاچاقبر په سيستماتيك او پلان شوي ډول په دغه ولايت كې د مخدره توكو د استعمال او ترويج لپاره هلې ځلې كوي: (( دوى په دې لارو چارو ښه پوهېږي، كوشش كوي چې څنګه په اسانۍ دغې ناوړه پديدې ته د ترويج زمينه برابره كړي.))
همدا راز په باميانو كې د مخدره توكو پر ضد د مبارزې رئيس اغا حسين نظري هم وايي چې درې كاله وړاندې د يو اين دي ايس موسسې لخوا ترسره شوې سروې ښيي چې دغلته ۵۰ زره كسان په مخدره توكو روږدي دي، خو په وينا يې اوس دا كچه نوره هم لوړه شوې ده: (( اوس ماشومان او ښځې هم په مخدره توكو روږدي شوي دي.))
دا په داسې حال كې ده چې د باميانو امنيه قومنداني وايي، په تېرو يوولس مياشتو كې يې ۱۸ تنه د مخدره توكو د كښت، قاچاق او لېږد په تور نيولي دي.
همدا راز چارواكي وايي چې په باميانو كې يې د معتادينو د تداوۍ لپاره دوه مركزونو كې يې په هره مرحله كې شل شل تنو ته د تداوۍ اسانتياوې برابرې كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA