ads

هغه ښار چې چاپ په كې زيات دى، خو مطبعې يې سقوط دي

دوه کاله وړاندې په کندهار کې دوو خصوصي او یوې دولتي مطبعې فعالیت درلود؛ خو اوس چي مطبعې نشته خلك مجبوره شوي چې خپل چاپي مواد په مرکز کابل یا له هېواده دباندې په پاكستان كې چاپ کړي. هغه کسان چې په دغه برخه کې کار کوي د چاپي مطبعو د بندیدو علت اقتصادي کمزوري، […]

نویسنده: TKG
2 کب 1394
هغه ښار چې چاپ په كې زيات دى، خو مطبعې يې سقوط دي

دوه کاله وړاندې په کندهار کې دوو خصوصي او یوې دولتي مطبعې فعالیت درلود؛ خو اوس چي مطبعې نشته خلك مجبوره شوي چې خپل چاپي مواد په مرکز کابل یا له هېواده دباندې په پاكستان كې چاپ کړي.
هغه کسان چې په دغه برخه کې کار کوي د چاپي مطبعو د بندیدو علت اقتصادي کمزوري، د ماشینونو او د مسلکي کسانو نشتوالى په ګوته كوي.
عرفان افغان چې په کندهار کې د یو چاپ ځای مسوول دی وايي، مخکې چې کومو مطبعو دلته فعالیت درلود د کافي او عصري ماشینونو د نه درلودلو له امله بندې شوې دوه کاله وړاندې په کندهار کې دوو خصوصي او یوې دولتي مطبعې فعالیت درلود؛ خو اوس چي مطبعې نشته خلك مجبوره شوي چې خپل چاپي مواد په مرکز کابل یا له هېواده دباندې په پاكستان كې چاپ کړي.
هغه کسان چې په دغه برخه کې کار کوي د چاپي مطبعو د بندیدو علت اقتصادي کمزوري، د ماشینونو او د مسلکي کسانو نشتوالى په ګوته كوي.
عرفان افغان چې په کندهار کې د یو چاپ ځای مسوول دی وايي، مخکې چې کومو مطبعو دلته فعالیت درلود د کافي او عصري ماشینونو د نه درلودلو له امله بندې شوې: (( دلته چاپ نه كېږي، يا يې كابل ته استوو، ملالۍ مطبعه ښه مطبعه وه دلته، كرار كرار يې دلته د ماشينونو د نشتوالي له كبله فعاليت له خنډ سره مخ شو، بل دا چې دلته يو شى په زر افغانۍ چاپېږي، په كويټه كې يې ورته په زر كلدارې چاپوي، هلته مصرف كم پرې راځي، نو ځكه خلك هلته چاپي شيان وړي او دلته يې د مطبعو فعاليت ځنډولى دى.))
په کندهار کي د سورغر اوونیزې مسوول مدیر جان محمد صالح وايي چې اوس مهال په کندهار کې د چاپي مطبعو اړتیا ډېره لیدل کېږي.
صالح وايي، دا مهال په کندهار کې په زیات شمیر سره چاپي رسنۍ فعالیت کوي، خو د مطبعو د نه شتون له امله خپل چاپي توکي په مرکز کابل یا پاکستان کې چاپوي: (( كندهار د  افغانستان له لويو ښارونو څخه دى، چې نسبتا زياتې چاپي رسنۍ لري، فعالې رسنۍ شته، رنګه و ساده خپرونې لري، ټولنې هم دلته بېلا بېل كتابونه خپروي، دلته د فعالې مطبعې شديده اړتيا ده.))
د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دوه کاله مخکې په کندهار کې د ملالۍ او نوبهار په نومونو دوو خصوصي مطبعو فعالیت درلود چې د مسلکي کسانو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې.
د یاد ریاست اداري مدیر احمد شاه قادري وايي، دا مهال په کندهار کې دولتي مطبعه هم له پښو لویدلې ده، چې دوی يې د بیا فعالیت لپاره هڅې کوي: (( دلته په كندهار كې ځينې چاپخانې دي، دوى كه څه هم سرمايه ګزاري كړې ده، زموږ د وزارت په نورم كې نه شي راتلى، بدبختانه بايد ووايم چې په كندهار كې دوه مطبعو دوه كاله وړاندې جواز ترلاسه كړ، خو هغو كې د كار نه درلودلو او مسلكي كسانو د نه درلودلو له كبله دلته يوه وتړل شوه اوبله كابل ته انتقال شوه، موږ اوس د دولتي مطبعې د بيا فعاليت لپاره كوششونه روان كړي چې بېرته يې كار پيل شي.))
د یادولو وړ ده چې دوه کال وړاندې په کندهار کي د کندهار ازادۍ مطبعې په نامه دولتي مطبعي فعالیت درلود چې د مالي امکاناتو د نه درلودو له امله له فعالیته ولویده.
اوس مهال د یادې مطبعې د بیا فعالولو په برخه کي هڅې روانې دي او چارواکي وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به يې بېرته فعاله کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA