د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، په پوهنيز بهير کې ستونزې او توپيري چلند ورته هېڅ د زغم وړ نه دى.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د لغمان د مرکز او ولسواليو په کچه د پوهنې رياست له رهبرۍ سره په هغه ځانګړې ناسته کې وکړې، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير د بهبود، د شته بې نظميو د له منځه وړلو، د پوهنيز نظام د پياوړتيا، د ياد رياست د اړتياوو او لومړيتوبونو د تشخيص او د هغوى لپاره د حل لارو موندنې په هدف جوړه شوې وه. د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، په پوهنيز بهير کې ستونزې او توپيري چلند ورته هېڅ د زغم وړ نه دى.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د لغمان د مرکز او ولسواليو په کچه د پوهنې رياست له رهبرۍ سره په هغه ځانګړې ناسته کې وکړې، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير د بهبود، د شته بې نظميو د له منځه وړلو، د پوهنيز نظام د پياوړتيا، د ياد رياست د اړتياوو او لومړيتوبونو د تشخيص او د هغوى لپاره د حل لارو موندنې په هدف جوړه شوې وه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواك وايي، والي عبدالجبار نعيمي د خپلو خبرو په مهال زياته کړه، چې د پوهنې رياست ټول مسوولين دنده لري، چې د شته ستونزو او بې نظميو د له منځه وړلو په برخه کې په پوره مسووليت، دقت او شفافيت سره کار وکړي.
په ياده غونډه کې ټولو مسوولينو د ولايت مقام ته ډاډ ورکړ، چې د ولايت د رهبرۍ له لارښوونو سره سم به خپلې چارې سمبال او په هغو ځايونو کې، چې اصلاحاتو او سمون راوستو ته اړتيا ده، ډېر ژر د روڼتيا اصل ته په کتو عدالت تامين کړي.


