دجلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې یو شمیر لاسي پلورونکو د ښاروالۍ پر وړاندې لاریون وکړ. دوی وایي، ښاروالي دې ورته د کار زمینه برابره کړي، او د دوی ستونزې دې حل کړي.
دوى شكايت كوي چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري دوی ته ټاکل شوى، ځای مناسب نه دی او دوی ته دې بېرته په هغو سیمو کې د درېدو ځای ورکړل شي، چې له دې وړاندې په کې دوی کار روزګار کاوه. دجلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې یو شمیر لاسي پلورونکو د ښاروالۍ پر وړاندې لاریون وکړ. دوی وایي، ښاروالي دې ورته د کار زمینه برابره کړي، او د دوی ستونزې دې حل کړي.
دوى شكايت كوي چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري دوی ته ټاکل شوى، ځای مناسب نه دی او دوی ته دې بېرته په هغو سیمو کې د درېدو ځای ورکړل شي، چې له دې وړاندې په کې دوی کار روزګار کاوه.
دغه لاریون کوونکي وایي، د تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه د چپرهار زړې هډې سيمې ته دې هغه كاريګر ولېږدول شي چې لويې لارې یې بندې کړې دي.
په همدې اړه د جلال اباد ښار د لاسې کراچۍ پلورونکو د اتحاديې مسوول شهزاده وایي، د ښار والۍ له لوري دوی ته ټاکل شوي ځای ته اخستونکي نه ورځي او دوی تر اوسه زرګونه افغانۍ تاوان کړی دی: (( لس كاله كې موږ هملته د لښتي په سر ولاړ يوو، نه مو سړك نه مو خلكو ته مزاحمت جوړ كړى، اوس چې چېرته تللي يوو، څلور پنځه ځله يې چپرهار اډې ته وړي يوو، زموږ مالونه ګنده شوي دي، هر يو لسګونه زره افغانۍ تاوان كړى دى، دلته هر كراچيوان پنځه شپږ بچيان لري، كورنۍ ور په غاړه دي، دوى څه وخوري، خو اخر ترې شر جوړېږي.))
خو د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې آمر شکیب محمودي کلید ته وویل چې د ښاري نظم د ځانګړي کمیسون له لوري په جلال اباد ښار کې د ګڼه ګوڼې د کمولو او د ښاري نظم د مراعتولو لپاره دوی د تالاشۍ څلور لارې پلورونکو ته ۱۵۰ تختونه جوړ کړي چې هملته په منظم ډول خپل كاروبار وكړي: (( دغه كار موږ د ښاري نظم د پلان له مخې پيل كړى، د سړك د غاړې كراچۍ لرې كوو، دوى ته ماركيټونه جوړوو، دوى چې چېرته كراچيواني كوله، هلته يې بيروبار جوړ كړى و، دستي ساعت مو ورته ۱۵۰ تختونه جوړ كړي او ۱۵۰ نورو كراچيو ته مو هم ځاى جوړ كړى، په هڅه كې يوو چې نور مهم كارونه هم ورته وكړو چې بيروبار كم او ښار كې نظم رامنځته شي.))
دا په داسې حال کې ده چې پر جلال اباد ښاروالۍ ډېر کله نیوکې کیږي، چې د ښار په پاکوالي او نورو اړوندو چارو کې پاتې راغلې ده.


