د سوریې د وسله والو مخالفینو لوی ايتلاف وايي دوى يو مؤقت اوربند ته چمتو دي، خو یوازې په دې شرط چې روسیه خپل هوايي بریدونه او د اسد حکومت د سوریې ـ ترکیې په سرحد خپل تعرضي عملیات ودروي.
د سوریې د وسله والو مخالفینو ايتلاف چې د مذاکراتو د عالي کمیټې په نامه یادیږي د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې غونډه وکړه. د سوریې د وسله والو مخالفینو لوی ايتلاف وايي دوى يو مؤقت اوربند ته چمتو دي، خو یوازې په دې شرط چې روسیه خپل هوايي بریدونه او د اسد حکومت د سوریې ـ ترکیې په سرحد خپل تعرضي عملیات ودروي.
د سوریې د وسله والو مخالفینو ايتلاف چې د مذاکراتو د عالي کمیټې په نامه یادیږي د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې غونډه وکړه.
ايتلاف وویل، د مؤقت اوربند احتمال شته خو په روسیې یې انتقاد دا و چې نه غواړي په اوربند عمل وکړي.
اخوا د سوریې د مذاکراتو عالي کمیټې ويلي، که ملګري ملتونه د اوربند ضمانت وکړي او بشري مرستې ورسوي نو دوی به مؤقت اوربند ومني.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پرون د سوریې په اړه په ټلیفون خبرې وکړې. خو داسې نښې نه لیدل کیږي چې په سوریې کې دې د اوربند په سر کوم پرمختګ شوی وي.
روسیې ویلي دي چې په سوریه کې به د ټروریستي اهدافو په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، حتى که د مؤقت اوربند په اړه نړیواله موافقه هم وشي.


