ads

انعم شركت د بګرام- نوي كابل پر لار ۲ زره ناجو نيالګي وكرل

د انعم په نوم يو بهرني شركت د بګرام او نوي كابل پر لويه لار دوه زره د ناجو نيالګي كېښودل.د بګرام ولسوال عبدالشكور قدوسي كليد ته په دې اړه وويل، له تېرو شاوخوا لس ورځو راهيسې يې د بګرام ولسوالۍ پر عمومي سړكونو د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل كړى دى چې په ترڅ كې […]

نویسنده: TKG
2 کب 1394
انعم شركت د بګرام- نوي كابل پر لار ۲ زره ناجو نيالګي وكرل

د انعم په نوم يو بهرني شركت د بګرام او نوي كابل پر لويه لار دوه زره د ناجو نيالګي كېښودل.
د بګرام ولسوال عبدالشكور قدوسي كليد ته په دې اړه وويل، له تېرو شاوخوا لس ورځو راهيسې يې د بګرام ولسوالۍ پر عمومي سړكونو د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل كړى دى چې په ترڅ كې يې پرون انعم تجارتي او سوداګريز شركت له خلكو سره د مرستې په خاطر دوه زره د ناجو ونې د نوي كابل- بګرام پر لويه لار كېنولې د انعم په نوم يو بهرني شركت د بګرام او نوي كابل پر لويه لار دوه زره د ناجو نيالګي كېښودل.
د بګرام ولسوال عبدالشكور قدوسي كليد ته په دې اړه وويل، له تېرو شاوخوا لس ورځو راهيسې يې د بګرام ولسوالۍ پر عمومي سړكونو د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل كړى دى چې په ترڅ كې يې پرون انعم تجارتي او سوداګريز شركت له خلكو سره د مرستې په خاطر دوه زره د ناجو ونې د نوي كابل- بګرام پر لويه لار كېنولې: (( دا سړك جنوب او شمال سره يو ځاى كوي، له انعم شركت نه مو هيله وكړه چې موږ سره مرسته وكړي، هغوى دوه زره نيالګي راكړل، له باريكاب نه تر دوسركې پورې مو دا نيالګي كېنول.))
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د هېواد په ګوټ ګوټ كې د دولتي سيمه ييزو ادارو لخوا د نيالګيو توند كمپاين پيل شوى او تر پسرلي پورې به ميليونونه نيالګي كېنول شي.
خو خلك په دې اړه شكايت كوي چې د كال په تېرېدو له دغو ميليونونو نيالګيو څخه يې لسګونه زره بېرته د نه پاملرنې له كبله وچېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA