چین په جنوبي سمندرګي کې په مداخلې نه کولو اسټرالیا او نيوزيلنډ ته نوې لار ښوونه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هانګ لي پرون وویل، د جنوبي سمندرګي په لانجو کې اسټرالیا او نيوزيلنډ شریک نه دي، نو په خبره یی باید له مداخلې ډډه وکړي.
چین دغه خبرداری وروسته له هغې ور کړی،چې اسټرالیا او نيوزيلنډ په جنوبي سمندرګي کې د تاو تریخوالي پړه پر چین واچوله. چین په جنوبي سمندرګي کې په مداخلې نه کولو اسټرالیا او نيوزيلنډ ته نوې لار ښوونه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هانګ لي پرون وویل، د جنوبي سمندرګي په لانجو کې اسټرالیا او نيوزيلنډ شریک نه دي، نو په خبره یی باید له مداخلې ډډه وکړي.
چین دغه خبرداری وروسته له هغې ور کړی،چې اسټرالیا او نيوزيلنډ په جنوبي سمندرګي کې د تاو تریخوالي پړه پر چین واچوله.
چین وایي په جنوبي اوبو کې یې لانجمن ټاپوګان له سلګونه کلونو راهیسې خپل ملکیت دی او له خپلې خاورې څخه به په هر حالت کې دفاع کوي.
د چین د جنوبي اوبو په یو شمیر ټاپوګانو جاپان، جنوبي کوریا او یو شمیر نور د ختیځې آسیا هیوادونه د ملکیت دعوې کوي.


