ads

چارواكي: تر ماښامه به له كابل سره د ازبكستان برېښنا وصل شي

د برېښنا شركت مسوولين وايي، د كابل ښاريانو برېښنا به د نن ورځې تر پايه ونښلول شي.د دوى په وينا، تخنيكي كار كوونكي يې اوسمهال د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه كې د برېښنا د ويجاړو شويو پايو په جوړولو بوخت دي.د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، چې د […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394
چارواكي: تر ماښامه به له كابل سره د ازبكستان  برېښنا وصل شي

د برېښنا شركت مسوولين وايي، د كابل ښاريانو برېښنا به د نن ورځې تر پايه ونښلول شي.
د دوى په وينا، تخنيكي كار كوونكي يې اوسمهال د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه كې د برېښنا د ويجاړو شويو پايو په جوړولو بوخت دي.
د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، چې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه كې پر پايو سربېره د برېښنا ځينو لينونو ته زيان رسېدلى دى. د برېښنا شركت مسوولين وايي، د كابل ښاريانو برېښنا به د نن ورځې تر پايه ونښلول شي.
د دوى په وينا، تخنيكي كار كوونكي يې اوسمهال د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه كې د برېښنا د ويجاړو شويو پايو په جوړولو بوخت دي.
د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، چې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه كې پر پايو سربېره د برېښنا ځينو لينونو ته زيان رسېدلى دى.
نوموړى زياتوي، دوى هڅه كوي، چې ژر تر ژره د كابل برېښنا ونښلوي او له هغې وروسته ويجاړې شوې پايې په اساسي ډول ورغوي: (( زموږ همكاران په سيمه كې دي، كار په شدت روان دى، دوه ځايه تخريب شوى لاين جوړ شوى، دوه نورو ځايونو كې كار روان دى، په دوه برخو كې كار كوو، اول د كابل برق نښلوو، بيا پايو باندې اساسي كار پيلوو، اول برق له كابل سره وصلوو، بيا پايې رغوو، څو ساعته پس به بريښنا ونښلول شي.))
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د ډنډ شهاب الدين سيمه د امنيتي ځواكونو په ولكه كې ده او  د برېښنا شركت كار كوونكي په خپلو كارونو بوخت دي: (( په ډنډ غوري او شهاب الدين كې چې عمليات پيل شوي وو، سيمه تصفيه شوې، د بريښنا شركت مسوولينو كار پيل كړى، كار روان دى، دښمنان په سيمه كې سركوب شوي، سيمه تصفيه شوې ده.))
نږدې يوه مياشت كېږي، چې په بغلان كې کابل ته د راغلې وارداتي برېښنا مزي پرې شوي دي.
كه څه هم چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو طالبانو په دې كار كې خپل لاس لرل رد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA