ads

نوی کابل بانک لا هم د عوایدو ۱۰ فیصده کسر لري

د نوي کابل بانک چارواکي وايي چې دغه بانک لا هم د عوایدو له ۱۰ فيصده کسر سره مخ دی. کابل بانک په ۱۳۸۹ کال کې دېوالي شو او مرکزي بانک له دې كبله چې له دې بانک څخه سلګونه مليونه ډالر په ناقانونه توګه شخصي جيبونو ته لوېدلي وو، له هغه څخه ملاتړ وکړ […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394

د نوي کابل بانک چارواکي وايي چې دغه بانک لا هم د عوایدو له ۱۰ فيصده کسر سره مخ دی.
کابل بانک په ۱۳۸۹ کال کې دېوالي شو او مرکزي بانک له دې كبله چې له دې بانک څخه سلګونه مليونه ډالر په ناقانونه توګه شخصي جيبونو ته لوېدلي وو، له هغه څخه ملاتړ وکړ او د نوي کابل بانک نوم يې ورکړ.
دا مهال د کابل بانک يو شمېر مهم پخواني چارواکي لکه عامل رئيس شيرخان فرنود او اجرايي مشر خليل الله فيروزي چې د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوي، په زندان کې دي. د نوي کابل بانک چارواکي وايي چې دغه بانک لا هم د عوایدو له ۱۰ فيصده کسر سره مخ دی.
کابل بانک په ۱۳۸۹ کال کې دېوالي شو او مرکزي بانک له دې كبله چې له دې بانک څخه سلګونه مليونه ډالر په ناقانونه توګه شخصي جيبونو ته لوېدلي وو، له هغه څخه ملاتړ وکړ او د نوي کابل بانک نوم يې ورکړ.
دا مهال د کابل بانک يو شمېر مهم پخواني چارواکي لکه عامل رئيس شيرخان فرنود او اجرايي مشر خليل الله فيروزي چې د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوي، په زندان کې دي.
د همیانۍ ورځپانې د راپور له مخې د کابل بانک د قضیې پر یادو اصلي عاملینو سربېره، حکومت د دغه بانک ١٥٥ پوروړي هم ممنوع الخروج اعلان کړي او ملکيتونه يې ضبط شوي دي. دغه بانک تر دوو کلونو مخکې پورې هر کال شاوخوا  ۶ ملیونه ډالره زیان کاوه چې د چارواکو په وینا، اوس پر خپلو عوایدو د بسیا کېدو په حال کې دی.
د دغه بانک د عامل پلاوي سرپرست سید جان سعید وايي چې نوی کابل بانک په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په دې وتوانېده چې د ټولو عوایدو ۹۰ فيصده له خپلو سرچینو پوره کړي: (( له بده مرغه چې نوى كابل بانک لا هم په تاوان کې روان دی.)) د سعيد د وینا له مخې، د پخوا په پرتله د نوي كابل بانک وضعیت ښه شوی دی او د ښه کېدو له پاره یې نورې ګڼې هڅې هم روانې دي. نوموړي زياته كړه، سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي شرایط سخت وو، خو بیا هم دغه بانک وتوانېد چې د خپلو لګښتونو ډېره برخه له خپلو عوایدو پوره کړي:(( موږ د یو سوداګریز بانک په توګه د هېواد په اقتصادي ډګر کې په ډېر لنډ وخت کې وکولای شول چې د بانکدارۍ په صنعت کې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو.))
د مالیې وزارت د خزاینو او عوایدو عمومي رئیس او د نوي کابل بانک د عامل پلاوي مشر محمد اقا کوهستاني بيا وايي چې  ۲۰۱۵ میلادي کال له اقتصادي پلوه د افغانستان له پاره له ننګونو ډک کال و. خو کوهستاني خوښي څرګنده کړه چې له يو شمېر ستونزو سره سره بیا هم په دغه کال کې د نوي کابل بانک فعالیتونه د ستایلو وړ وو.
د کابل پوهنتون استاد او د بانک د څارونکي پلاوي مشر استاد سید مسعود  وايي چې د څېړنې له کمېټې او نورو برخو سره په تفاهم يې وکولای شول چې د بانک د ظرفیت لوړونې او قانونمندۍ په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي. استاد سيد مسعود زیاته کړه چې د نوي کابل بانک د لګښتونو د کمولو، د سرپرستۍ د ستونزو د اواري، د ظرفیتونو د لوړولو او نورو برخو کې يې ډېر کارونه ترسره شوي دي: (( اوس ننګونې پر فرصتونو بدلې شوې دي او د وژونکي رقابت مخه نیول شوې ده.))
نوموړي وویل چې نوی کابل بانک د دولت د مصرفي دهلیز په توګه تل په دې هڅه کې دی چې د لګښتونو کموالي ته په پام مشتریانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.
له هغې ورځې چې کابل بانک له کړکېچ سره مخ شوی دی، دغه بانک هر کال په ملیونونه ډالره زیان کوي. دوه کاله مخکې د دې بانک چارواکو ویلي وو، چې نوی کابل بانک هر کال شاوخوا شپږ ملیونه ډالره زیان کوي او دغه پیسې د دولت له بودجې ورکول کېږي. نوی کابل بانک دوه میاشتې مخکې د پلور له پاره داوطلبۍ ته وړاندې او تر اوسه د داوطلبۍ په بهیر کې دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA