د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، نن يې په دې ولايت كې شاوخوا اويا ټنه تاريخ تېري درمل او بې كيفيته خوراكي توكي سوځولي دي.
دغه تاريخ تېري توكي او دلمل نن د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې پله ته څېرمه سوځول شوي چې په اړه يې د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاكټر نجيب الله كامه وال وايي، دا توكي او درمل يې په تېرو دوه مياشتو كې له جلال اباد ښار څخه راټول كړي وو. د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، نن يې په دې ولايت كې شاوخوا اويا ټنه تاريخ تېري درمل او بې كيفيته خوراكي توكي سوځولي دي.
دغه تاريخ تېري توكي او دلمل نن د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې پله ته څېرمه سوځول شوي چې په اړه يې د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاكټر نجيب الله كامه وال وايي، دا توكي او درمل يې په تېرو دوه مياشتو كې له جلال اباد ښار څخه راټول كړي وو.
هغه زیاته کړه، چې د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغو توکو په راټولولو کې ورسره د یو شمیر نورو ادارو مسولینو هم برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده ، چې ډیر کله ننګرهار میشتي په دغه ریاست نیوکه کوي، چې د تاریخ تیرو او بې کیفیته درملو په مخنوي کې پاتې راغلي، او له یو شمیر درمل پلورونکو سره دوه ګونی چلند کوي.


