د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي، د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې له یوه روغتیايي مرکز څخه یوه اندازه نغدې پیسې او نور توکي غلا شوي دي.
چارواکي وایي، چې دغه پیښه تېره شپه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال نن کلید ته وویل، د بهسودو ولسوالۍ (بلند غر) سیمه کې د یوه روغتیایي مرکز د ډاکټرانو د اوسیدو له ځای څخه یوه اندازه نغدې پیسې وړل شوې دي. د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي، د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې له یوه روغتیايي مرکز څخه یوه اندازه نغدې پیسې او نور توکي غلا شوي دي.
چارواکي وایي، چې دغه پیښه تېره شپه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال نن کلید ته وویل، د بهسودو ولسوالۍ (بلند غر) سیمه کې د یوه روغتیایي مرکز د ډاکټرانو د اوسیدو له ځای څخه یوه اندازه نغدې پیسې وړل شوې دي.
کامه وال دغه راز وویل، چې اوس مهال یې ستونزه له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې، او د شک په تورامنیتي ځواکونو د روغتون دوه تنه ساتونکي نیولي دي.
د عامې روغتیا رئیس که څه هم د پيسو اندازه ونه ښوده؛ خو د سیمې یو شمیر خلک وایي، چې نا معلومه خلکو له دغه مرکز څخه پنځوس زره افغانۍ، یو لک پاکستانۍ کلدارې او یو مبایل وړی دی.


