ads

غني: له كرنيزې ودې پرته ثبات ناشونى دى

جمهور رئيس محمد  اشرف غني وايي، په هېواد كې د کرنیز سکټور له پرمختیا پرته ثبات ناشونی دی.جمهور رئيس اشرف غني زیاته کړه، په هیواد کې د کرنیز سكټور د ودې لپاره به اساسي پروګرامونه تر نظر لاندې ونیسي.جمهور رئيس غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د کرنیز پرمختیا رواجولو څلورم ملي کنفرانس کې […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394
غني: له كرنيزې ودې پرته ثبات ناشونى دى

جمهور رئيس محمد  اشرف غني وايي، په هېواد كې د کرنیز سکټور له پرمختیا پرته ثبات ناشونی دی.
جمهور رئيس اشرف غني زیاته کړه، په هیواد کې د کرنیز سكټور د ودې لپاره به اساسي پروګرامونه تر نظر لاندې ونیسي.
جمهور رئيس غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د کرنیز پرمختیا رواجولو څلورم ملي کنفرانس کې وکړه.
جمهور رئيس زیاته کړه، تر هغې چې کرنیز سكټور وده و نه کړي، په هیواد کې به اقتصادي وده کمزورې وي. جمهور رئيس محمد  اشرف غني وايي، په هېواد كې د کرنیز سکټور له پرمختیا پرته ثبات ناشونی دی.
جمهور رئيس اشرف غني زیاته کړه، په هیواد کې د کرنیز سكټور د ودې لپاره به اساسي پروګرامونه تر نظر لاندې ونیسي.
جمهور رئيس غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د کرنیز پرمختیا رواجولو څلورم ملي کنفرانس کې وکړه.
جمهور رئيس زیاته کړه، تر هغې چې کرنیز سكټور وده و نه کړي، په هیواد کې به اقتصادي وده کمزورې وي.
د نوموړي په خبره په افغانستان کې خصوصي سكټور له کرنیز سكټور سره همغږى نه دی.
ده ژمنه وکړه، چې په روان کال کې به د هیواد ټولو سیندونو اوبه مهار کوي، تر څو ور څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د جمهور رئيس غني په خبره په افغانستان کې اساسي ستونزه د ځمکې ده، چې په خبره یی ډیری هغه یی غصب شوې.
ده په دغه ملي کنفرانس کې یو ځل بیا غږ وکړ، چې غاصبین به د قانون منګلو ته وسپاري.
جمهور رئيس غني ژمنه وکړه، چې په هیواد کې به یوویشت نوي د اوبو بندونه جوړوي.
ده په اړونده ادارو غږ وکړ، تر څو د اوبو په تنظیم کې خپل مسوولیت ادا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA