ads

غمیزه

په ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته چې په نتیجه کې یې د طالبانو نظام سقوط شو تر ننه له سلو زرو ډېر افغانانو سرونه خوړلي دي. د امنیت ټینګښت، د افغان پوځ تجهیز او وسله وال کول، ښه حکومتداري، د کوکنارو پرضد مبارزه، د مهاجرینو ځای پر ځای کول او […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394
غمیزه

په ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته چې په نتیجه کې یې د طالبانو نظام سقوط شو تر ننه له سلو زرو ډېر افغانانو سرونه خوړلي دي. د امنیت ټینګښت، د افغان پوځ تجهیز او وسله وال کول، ښه حکومتداري، د کوکنارو پرضد مبارزه، د مهاجرینو ځای پر ځای کول او نور… هغه ټکي دي چې د افغانستان نړیوالو ملاتړو یې د پرمختګ له پاره ژمنې کړې وې، خو اوس په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ګورو چې په دغو برخو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. ناامني، کوکنار، مهاجرتونه، او ملکي مرګ ژوبلې هغه څه دي چې د پخوا په پرتله یې کچه لوړه شوې ده. په ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته چې په نتیجه کې یې د طالبانو نظام سقوط شو تر ننه له سلو زرو ډېر افغانانو سرونه خوړلي دي. د امنیت ټینګښت، د افغان پوځ تجهیز او وسله وال کول، ښه حکومتداري، د کوکنارو پرضد مبارزه، د مهاجرینو ځای پر ځای کول او نور… هغه ټکي دي چې د افغانستان نړیوالو ملاتړو یې د پرمختګ له پاره ژمنې کړې وې، خو اوس په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ګورو چې په دغو برخو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. ناامني، کوکنار، مهاجرتونه، او ملکي مرګ ژوبلې هغه څه دي چې د پخوا په پرتله یې کچه لوړه شوې ده.
د دفاع وزارت د چارواکو په خبره سږكال په ۱۱ ولايتونو كې امنيتي ګواښونه خپل وروستي حد ته رسېدلې دي. ۹ نور ولايتونه په متوسط ډول له امنيتي ګواښونو سره مخ دي، خو پاتې  ۱۴ نور بيا نسبتا ارام دي. د ۲۰۱۵ میلادي کال د مى مياشتې په دوهمه نيمايي كې د بريټانيا يو څېړنيز مركز تينك ټانګ د نړۍ د ۱۳۰۰ خطرناكو ښارونو له ډلې د افغانستان جلال اباد، كابل او كندهار د لومړيو شلو خطرناكو ښارونو په ليست كې شمېرلي وو. د طالبانو په لاس د کندوز سقوط او په ننګرهار کې د داعش د رېښو ځغلېدو خلک دومره اندېښمن کړل چې د پراخو مهاجرتونو زمینه یې برابره کړه. د کډوالو وزارت وايي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له یو ملیون مهاجرو څخه چې د اوبو له لارې یې ځانونه اروپا ته رسولې ۲۰ په سلو کې یې افغانان دي. په کوردننه هم جګړو او وچکالۍ شاوخوا یو ملیون افغان بې ځایه کړي دي.
پر مهاجرتونو سربیره ۲۰۱۵ میلادي کال د ملکي تلفاتو له اړخه هم خورا خونړی بلل شوی. یوناما په خپل کلني راپور کې تېره اوونۍ وویل چې تېر کال(۲۰۱۵) د وړم کال(۲۰۱۴) په پرتله په افغانستان کې لږترلږه ۱۱۰۰۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه شمېره کې ۳۵۴۵ تنه وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه ټپیان دي. سرچینې ویلي، تېر کال د وړم کال په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله څلور په سلو کې لوړه شوې ده. یونما له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي دي. د دغې ادارې د راپور پربنسټ، د ملکي تلفاتو ۶۲ په سلو کې پړه د حکومت پر وسله والو مخالفانو او د ۱۷ په سلو کې ملامتي پر حکومتي ځواکونو اچول شوې ده.
یاد راپور کاږي، په ۲۰۱۵ کال د ښځو تلفات په سلو کې ۳۷ او د ماشومانو مرګ ژوبله په سلو کې ۱۴ ډېره شوې ده. د یوناما د بشري حقونو د دفتر مشرې مېرمن ډانیل بیل وویل: ((په ۲۰۱۵ کال کې جګړو ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی چې په مشخص ډول ماشومانو ته ناوړه پایلې لري. تېر کال په بې ساري ډول زیات ماشومان بې له کوم دلیله وژل شوي او په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو هر څلورم کس ماشوم و.))
د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په ۲مه امریکايي رسنیو د امریکا د براون پوهنتون د نړیوالو څېړنو انسټیټوټ د یوه راپور په حواله ویلي وو چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د جګړې له پيله د ۲۰۱۴ میلادي كال تر پايه ټول ټال ۱۰۰ زره افغانان وژل شوي دي. د همدې راپور له مخې ۱۶۰ زره کسان بیا په افغانستان او پاکستان کې ټپیان شوي دي. د ملي اردو، پولیسو او د دولت د وسله والو مخالفانو مرګ ژوبلې، خو پرځای پرېږده چې کره شمېرې یې په لاس کې نشته.
د ملکي تلفاتو د لوړېدو ترڅنګ د نشه يي توکو کرکیله کې هم ناکامي تر سترګو کېږي. له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د مخدره توكو د كركيلې او توليد د مخنيوي پر ضد مبارزه كې شاوخوا ۸ ملیارده ډالره لګېدلي، خو نه یوازې کوم پرمختګ نه تر سترګو کېږي، بلکې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره هم په بې سارې ډول لوړه او درې ملیونو ته لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د مبارزې ادارې په ۲۰۰۹ كال كې راپور وركړ چې مخدره مواد په كال كې له ۹۰ تر ۱۶۰ مليارده ډالرو پورې عايدات وركوي چې له دې جملې يو مليارد او ۲۰۰ زره ډالر د بزګرو، دوه مليارده او ۲۰۰ زره ډالر يې د قاچاقچيانو او شاوخوا ۴۵۰ مليونه ډالره ګټه يې طالبانو ته رسېږي.
كه څه هم په ۲۰۰۱میلادي کال د بن د فیصلو له مخې تر ننه په تشکیلاتي لحاظ د افغانستان د حکومتدارۍ سیستم  خورا ډېره وده کړې او ادارې جوړې شوې دي، خو اداري فساد، د ځمکو تالان، د نړیوالو او کورنیو مرستو غلا کول او د واك پر چوكيو ناسمې ګومارنې او د ټوپکسالارانو واکمنېدل، هغه نیمګړتیاوې دي چې د دغې حکومتدارۍ پښې یې ټینګېدو ته پرې نښودې او د اوسنۍ رهبرۍ له پاره یې هم سرخوږی جوړ کړی دی. د كابل بانك د فساد دوسيه او د اجتماعي عدالت د ټينګښت په برخه كې د حكومت ناتواني هم هغه ټکي دي چې په افغانستان كې يې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کولو په برخه کې یې هڅې په سند لاهو کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA