د سعودي عربستان او روسیې مشرانو د سوریی د روان کړکیچ په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز او د روسيې جمهور رئيس ویلادیمیر پوټین په ټلیفوني خبرو کې د سوریې کړکیچ د ژر حل کولو په موخه سلا مشورې شریکې کړي دي. د سعودي عربستان او روسیې مشرانو د سوریی د روان کړکیچ په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز او د روسيې جمهور رئيس ویلادیمیر پوټین په ټلیفوني خبرو کې د سوریې کړکیچ د ژر حل کولو په موخه سلا مشورې شریکې کړي دي.
په همدې حال کې ویلادیمیر پوټین سعودي پاچا ته د سفر رسمي بلنه هم ور کړې ده چې د شاه سلمان لخوا منل شوې ده.
د کریملین په یو بیان کې راغلي، چې دواړو مشرانو پرون د جمعې په ورځ د سوریې بحران په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
سعودي عربستان او روسیه په سوریه کې مخالف نظرونه لري.


