ads

د اچين داعش ضد عمليات، نازيانو ته وغځېدل

د ننګرهار امنیتي چاروکي وایي،  د شاهين په نوم پيل كړي نظامي عمليات يې له اچين وروسته پرون ورځ نازيانو ولسوالۍ ته هم وغځول.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، افغان ګډو ځواکونو له اچین وروسته نازیانو ولسوالۍ ته هم خپل عملیات وغځول، چې پرمهال يې تر اوسه پورې لسګونه داعش وسله […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394
د اچين داعش ضد عمليات، نازيانو ته وغځېدل

د ننګرهار امنیتي چاروکي وایي،  د شاهين په نوم پيل كړي نظامي عمليات يې له اچين وروسته پرون ورځ نازيانو ولسوالۍ ته هم وغځول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، افغان ګډو ځواکونو له اچین وروسته نازیانو ولسوالۍ ته هم خپل عملیات وغځول، چې پرمهال يې تر اوسه پورې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنیتي چاروکي وایي،  د شاهين په نوم پيل كړي نظامي عمليات يې له اچين وروسته پرون ورځ نازيانو ولسوالۍ ته هم وغځول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، افغان ګډو ځواکونو له اچین وروسته نازیانو ولسوالۍ ته هم خپل عملیات وغځول، چې پرمهال يې تر اوسه پورې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي.
خوګیاڼی وایي، په دغو روانو عملیاتو کې د ولسي خلکو په همکارۍ تر اوسه پورې لس کلي له داعش وسله والو پاک شوي دي.
نوموړي زیته کړه، افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې نازيان ولسوالي هم د داعش وسله والو له فعالیتونوپاکه او په سیمه کې پاڅون کوونکي ځای پرځای کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې له تېرې یوې اونۍ راهيسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پرضد روانو عملیاتو کې د چارواکو په وینا شل کلي له داعش ډلې پاک شوي او دغه راز یې د لسګونو داعش وسله والو د مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA