ads

خوست كې د دوه قومندانانو په ګډون د حقاني شبكې ۶ غړي نيول شوي

د ملي امنيت منسوبينو له نورو امنيتي ځواكونو سره د ګډو عملياتو په مهال په خوست ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون د حقاني ډلې شپږ غړي نيولي او د دې ډلې د وسلو او مهماتو يو پټنځاى يې کشف كړى دى.د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه […]

نویسنده: TKG
1 کب 1394
خوست كې د دوه قومندانانو په ګډون د حقاني شبكې ۶ غړي نيول شوي

د ملي امنيت منسوبينو له نورو امنيتي ځواكونو سره د ګډو عملياتو په مهال په خوست ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون د حقاني ډلې شپږ غړي نيولي او د دې ډلې د وسلو او مهماتو يو پټنځاى يې کشف كړى دى.
د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې منسوبينو يې د ملي اردو او ملي پوليسو له قطعاتو سره د ګډو عملياتو په مهال د خوست ولايت په صبريو او باک ولسواليو کې د رحيم الله او ستار په نومونو د حقاني ډلې دوه تنه قوماندان او د هغوى څلور ملګري نيولي دي. د ملي امنيت منسوبينو له نورو امنيتي ځواكونو سره د ګډو عملياتو په مهال په خوست ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون د حقاني ډلې شپږ غړي نيولي او د دې ډلې د وسلو او مهماتو يو پټنځاى يې کشف كړى دى.
د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې منسوبينو يې د ملي اردو او ملي پوليسو له قطعاتو سره د ګډو عملياتو په مهال د خوست ولايت په صبريو او باک ولسواليو کې د رحيم الله او ستار په نومونو د حقاني ډلې دوه تنه قوماندان او د هغوى څلور ملګري نيولي دي.
د سرچينې په وينا، دغه كسان د خوست ولايت په صبريو او باک ولسواليو کې په ترهګريزو او ورانکارو چارو بوخت وو، چې باالفعل له پنځه ميله کلاشينکوفونو، يو ميل چره ييز ټوپک، دوه پايه مخابرو او يو قاب دوربين سره نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، له نيول شوو کسانو څخه د څېړنو په پايله کې د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د حقاني ډلې د وسلو او مهماتو يو پټنځاى کشف او ورڅخه د توغندي ۵۴ مرمۍ، د ۸۲ ملي متري توپ ۲۰ مرمۍ، د توغندي ۵۱ سرګلولې او د سپکو وسلو ۸۴ صندوقه مرمۍ ترلاسه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA