د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د هوايي بريد له كبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې هوايي بريد کړى، چې په مهال يې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او د دې ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه تللي دي.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د هوايي بريد له كبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې هوايي بريد کړى، چې په مهال يې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او د دې ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې په ختيځ کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا په مشرۍ په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم عمليات هم روان دي، چې په ترڅ كې يې ګڼې سيمې د داعش له حضوره پاکې شوې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


