ads

ننګرهار كې له ۱۴۵بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار کې له لسګونو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د چهار شنبې په ورځ له اچين، کوټ او هسکې مېنې څخه په را کډوال شويو ۱۴۵ کورنيو […]

نویسنده: TKG
29 سلواغه 1394
ننګرهار كې له ۱۴۵بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار کې له لسګونو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د چهار شنبې په ورځ له اچين، کوټ او هسکې مېنې څخه په را کډوال شويو ۱۴۵ کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

په ننګرهار کې له لسګونو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د چهار شنبې په ورځ له اچين، کوټ او هسکې مېنې څخه په را کډوال شويو ۱۴۵ کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د سرچينې په وينا، په مرسته شويو توکو کې اوړه، کمپلې، د پخلنځي وسايل او له هرې کورنۍ سره اته زره افغانۍ نغدي مرسته شامله وه.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، تر دا مهاله شاوخوا يوولس زره پنځه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د يو شمېر مرستندويه ادارو له لوري د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
داپه داسې حال کې ده، چې په ننګرهار کې ډېر کله داخلي بې ځايه شوې کورنۍ له دوى سره شوې مرستې کافي نه بولي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA