د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې پروژوي فعاليتونه د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره بنسټيزه پايله نه لري. نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او په ځانګړې توګه د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې په خاطر د افغان ښځو د کلتوري، روزنيزې او ټولنيزې موسسې لخوا جوړه شوې وه.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې پروژوي فعاليتونه د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره بنسټيزه پايله نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او په ځانګړې توګه د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې په خاطر د افغان ښځو د کلتوري، روزنيزې او ټولنيزې موسسې لخوا جوړه شوې وه.
نعيمي له ټولو هغه موسسو او بنسټونو، چې د ښځو د ژوند او حقونو لپاره کار کوي، وغوښتل چې د پروژوي فعاليتونو پر ځاى د ښځو لپاره بنسټيز کارونه وکړي، ترڅو په لنډ،منځ او اوږد مهال کې د ښځو د ژوند د ښه والي، روغتيا او زده کړو په برخو کې اساسي اسانتياوې او پرمختګونه رامنځته شي.
د لغمان والي له ټولو هغه ښځو، چې قانوني شرايط يې پوره کړي وي، وغوښتل چې د دغه ولايت په ادارو کې کار وکړي.
د هغه په وينا، اوس مهال د لغمان په دولتي ادارو كې ۵۰۰ ښځې په دندو بوختې دي.
په ياده غونډه كې د ټولو هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه وشوه، چې د ښځو په وړاندې يې تاوتريخوالى ترسره کړى دى.


