د ملي امنيت منسوبينو په لغمان ولايت كې يو ځانمرګى بريد كوونكى نيولى دى. د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې رياست منسوبينو د لغمان ولايت د اوسېدونكو په همكارۍ د عطاء محمد په نوم ځانمرګى بريد كوونكى، چې د آغا محمد زوى دى، له چاودېدونکو توکو ډک ځانمرګي واسکټ سره نيولى دى.
د ملي امنيت منسوبينو په لغمان ولايت كې يو ځانمرګى بريد كوونكى نيولى دى.
د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې رياست منسوبينو د لغمان ولايت د اوسېدونكو په همكارۍ د عطاء محمد په نوم ځانمرګى بريد كوونكى، چې د آغا محمد زوى دى، له چاودېدونکو توکو ډک ځانمرګي واسکټ سره نيولى دى.
د سرچينې په وينا، نيول شوي كس هوډ درلود، چې د مهترلام ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې ځانمرګي بريد وكړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم د ملي امنيت منسوبينو له لوري د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې ځانمرګي بريد كوونكي نيول شوي دي.


