د ملي امنيت لوى رياست د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ماينونو او موټر بمونو جوړولو د يوې کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر وركوي. د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې له يادې كارخونې د توغندي اته فيره مرمۍ، له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده موټر سايکل او اووه بوشکه يي ماينونه ترلاسه کړي دي.
د ملي امنيت لوى رياست د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ماينونو او موټر بمونو جوړولو د يوې کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر وركوي.
د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې له يادې كارخونې د توغندي اته فيره مرمۍ، له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده موټر سايکل او اووه بوشکه يي ماينونه ترلاسه کړي دي.
د سرچينې په وينا، وسله والو مخالفينو هوډ درلود، چې له يادو چاودېدونکو توکو څخه په ګټې اخيستنې په غزني ولايت کې يو لړ بريدونه ترسره کړي.


