ads

هلمند: د تښتوونكو له منګولو دوه ماشومان وژغورل شول، دوه تښتوونكي هم بنديان

د هلمند امنيتي مسوولينو يو دوه كلن ماشوم چې د سه شنبې په  ورځ له لښكرګاه څخه د پيسو لپاره تښتول شوى و، نن د تښتوونكو له منګولو خوشې كړى دى.دا دوه كلن ماشوم چې سهېل نومېږي تر ۱۲ ساعتونو وروسته د تښتوونكو له منګولو خوشې كړاى شوى او خپلې كورنۍ ته سپارل شوى دى.د […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1394
هلمند: د تښتوونكو له منګولو دوه ماشومان وژغورل شول، دوه تښتوونكي هم بنديان

د هلمند امنيتي مسوولينو يو دوه كلن ماشوم چې د سه شنبې په  ورځ له لښكرګاه څخه د پيسو لپاره تښتول شوى و، نن د تښتوونكو له منګولو خوشې كړى دى.
دا دوه كلن ماشوم چې سهېل نومېږي تر ۱۲ ساعتونو وروسته د تښتوونكو له منګولو خوشې كړاى شوى او خپلې كورنۍ ته سپارل شوى دى.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، دا ماشوم پرون د لښكرګاه له چهل مترې سيمې څخه تښتول شوى وو، خو ملي امنيت ځواكونو د خلكو په همكارۍ نن وژغورل شو د هلمند امنيتي مسوولينو يو دوه كلن ماشوم چې د سه شنبې په  ورځ له لښكرګاه څخه د پيسو لپاره تښتول شوى و، نن د تښتوونكو له منګولو خوشې كړى دى.
دا دوه كلن ماشوم چې سهېل نومېږي تر ۱۲ ساعتونو وروسته د تښتوونكو له منګولو خوشې كړاى شوى او خپلې كورنۍ ته سپارل شوى دى.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، دا ماشوم پرون د لښكرګاه له چهل مترې سيمې څخه تښتول شوى وو، خو ملي امنيت ځواكونو د خلكو په همكارۍ نن وژغورل شو: (( د ماشوم د تښتولو په  جرم دوه تنه تښتوونكي هم نيول شوي دي، د دغه  ماشوم  د تښتوونکو قضيه به په عدلي ارګانونوکې پخپله تعقيبوم اوپه دې برخه کې په مجرمينو ته له قانون سره سمه سزا وركړل شي.))
په ورته وخت کې بیا د ياد شوي ماشوم ورور اختر محمد هم وايي له پيښې سره سم يې امنيتي ځواکونه ته خبر وركړ او هغوى هم سمدستي لاس په كار شول.
په عين حال كې د هلمند ملي امنيت رياست وايي، د تښتوونكو يوه بله ډله يې هم نيولې او د دوى له منګولو يې يو بل ماشوم هم ژغورلى دى.
دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د هملند صرافانو د يو لاريون په ترڅ كې له دولته وغوښتل چې د انسان تښتوونكو د نيولو او د ښار د امنيت په ټينګښت كې پراخې هڅې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA