د ننګرهار ګډوالو چارو ریاست په هلو ځلو له یو ۱۶۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د ( ډبلیو ، ایف ، پي ) او ( يو اين ايچ سي ار) ادارو په مالي همکارۍ برابرې شوې وې.
په خبرپاڼه کې د کډوالو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی له قوله راغلي، چې یادې ۱۶۹ کورنۍ د اچین ، کوټ او هسکي مینې ولسوالیو څخه جلال اباد ښار او سرخرود ولسوالۍ ته راکډه شوي دي . د ننګرهار ګډوالو چارو ریاست په هلو ځلو له یو ۱۶۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د ( ډبلیو ، ایف ، پي ) او ( يو اين ايچ سي ار) ادارو په مالي همکارۍ برابرې شوې وې.
په خبرپاڼه کې د کډوالو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی له قوله راغلي، چې یادې ۱۶۹ کورنۍ د اچین ، کوټ او هسکي مینې ولسوالیو څخه جلال اباد ښار او سرخرود ولسوالۍ ته راکډه شوي دي .
د نوموړي په خبره له سروې وروسته هرې کورنۍ سره د پخلنځي او ځینو نورو اړینو توکو سربیره د یوې میاشتې لپاره د خوراکي توکو مرسته ورکول شوه.


