د جمهور رئيس د دوو فرمانونو پر بنسټ له ننګرهار محبس څخه څلورويشت تنه بنديان خوشې شول.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د جمهور رئيس د يادو فرمانونو د تطبيق څارنوال لعل بر له قوله ویل شوي چې د جمهور رئيس دغه دوه فرمانونه، په روان کال کې د ازادۍ د کلیزې او لوی اختر په مناسبت صادر شوي وو. د جمهور رئيس د دوو فرمانونو پر بنسټ له ننګرهار محبس څخه څلورويشت تنه بنديان خوشې شول.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د جمهور رئيس د يادو فرمانونو د تطبيق څارنوال لعل بر له قوله ویل شوي چې د جمهور رئيس دغه دوه فرمانونه، په روان کال کې د ازادۍ د کلیزې او لوی اختر په مناسبت صادر شوي وو.
څارنوال لعل بر وايي، دغو بندیانو جنايي جرمونه لرل او د جمهور رئيس د يادو دوو فرمانونو پر اساس د دوسيو د پاكولو د پروسې تر بشپړولو وروسته خوشې شوي دي.
په ورته وخت کې د محبس امنيتي مرستيال سمونوال مجتبی هم د يادو بنديانو خوشې کول تائيدوي او وايي له دوی سره اوس د دوه ويشت ښځينه بنديانو په شمول اوولس سوه ۲۴ بندیان موجود دي.


