د ننګرهار چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې یې هغه ښوونځی بیرته پرانيستي، چې څه موده وړاندې په کې داعش وسله والو خپله محکمه او زندان جوړ کړی و.
په همدې موخه نن د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار والي او په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و.
په سیمه کې د کلید راډیو خبریال وايي، د یاد سفر پرمهال د ننګرهار والي سلیم کندوزي خبریالانو ته وویل، چې د شاهین ۱۸ په نوم پیل شویو عملیاتو پر مټ یې اوس د داعش لمنه تر باندر او پيښې سیمې ورټوله کړې ده. د ننګرهار چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې یې هغه ښوونځی بیرته پرانيستي، چې څه موده وړاندې په کې داعش وسله والو خپله محکمه او زندان جوړ کړی و.
په همدې موخه نن د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار والي او په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و.
په سیمه کې د کلید راډیو خبریال وايي، د یاد سفر پرمهال د ننګرهار والي سلیم کندوزي خبریالانو ته وویل، چې د شاهین ۱۸ په نوم پیل شویو عملیاتو پر مټ یې اوس د داعش لمنه تر باندر او پيښې سیمې ورټوله کړې ده.
كندوزي همدا راز ویلي، چې د ده سرک سیمې په دغه لیسه کې شاوخوا ۵۰۰۰ زره زده کوونکو زده کړې کولې او اوس يې ټول زده كوونكي بیرته ښوونځي ته ورستانه شوي.
په ورته وخت کې په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري ویلي، چې په ننګرهار کې یې د داعش پر وړاندې د جګړې له پيله تر اوسه شاوخوا ۱۰۰۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


