ads

ننګرهار، يوې مور ته په قرض كې تللې لور بېرته ورسول شوه

د قرض په بدل کې د کونډې میرمنې اوه کلنه وړل شوې لور د ننګرهار والي په مالي مرسته بیرته د مور خوږه غیږه خپله کړه .د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې میرمنې د والي سلیم کندزي له لورې څه موده وړاندې د خوراکي او […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1394
ننګرهار، يوې مور ته په قرض كې تللې لور بېرته ورسول شوه

د قرض په بدل کې د کونډې میرمنې اوه کلنه وړل شوې لور د ننګرهار والي په مالي مرسته بیرته د مور خوږه غیږه خپله کړه .
د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې میرمنې د والي سلیم کندزي له لورې څه موده وړاندې د خوراکي او نغدي مرستو د ترلاسه کولو پرمهال ورسره یاده ستونزه شریکه کړې وه. د قرض په بدل کې د کونډې میرمنې اوه کلنه وړل شوې لور د ننګرهار والي په مالي مرسته بیرته د مور خوږه غیږه خپله کړه .
د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې میرمنې د والي سلیم کندزي له لورې څه موده وړاندې د خوراکي او نغدي مرستو د ترلاسه کولو پرمهال ورسره یاده ستونزه شریکه کړې وه.
د خبرپاڼې په وینا، یاده اووه کلنه ماشومه د دوه سوه زره پاکستانیو کلدارو د قرض په بدل کې وړل شوې وه، چې پرون یې د والي له لورې پور خلاص او ماشومه بیرته خپلې مور ته وسپارل شوه.
دغه بې وزلې میرمنې مېړه مړ شوی او له شپږو میاشتو څخه تر ۷ کلنو پورې کوچني ماشومان يې ورپاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA