ads

شهاب الدين ډنډ: د برېښنا د پريوتو پايو سيمه بيا جګړه ييزه شوې

د برېښنا شركت مسوولين وايي، اوسمهال د بغلان ولايت ډنډ شهاب الدين يو ځل بيا په جنګي سيمې بدل شوى او د دې شركت تخنيكي كار كوونكو ته د برېښنا د تخريب شوې پايې د جوړولو اجازه نه وركول كېږي.د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، په هغه صورت كې، چې دوى […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1394
شهاب الدين ډنډ: د برېښنا د پريوتو پايو سيمه بيا جګړه ييزه شوې

د برېښنا شركت مسوولين وايي، اوسمهال د بغلان ولايت ډنډ شهاب الدين يو ځل بيا په جنګي سيمې بدل شوى او د دې شركت تخنيكي كار كوونكو ته د برېښنا د تخريب شوې پايې د جوړولو اجازه نه وركول كېږي.
د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، په هغه صورت كې، چې دوى ته د كار اجازه وركړل شي، كولاى شي په اتو ساعتونو كې د كابل برېښنا وصل كړي د برېښنا شركت مسوولين وايي، اوسمهال د بغلان ولايت ډنډ شهاب الدين يو ځل بيا په جنګي سيمې بدل شوى او د دې شركت تخنيكي كار كوونكو ته د برېښنا د تخريب شوې پايې د جوړولو اجازه نه وركول كېږي.
د برېښنا شركت وياند وحيدالله توحيدي نن كليد ته وويل، په هغه صورت كې، چې دوى ته د كار اجازه وركړل شي، كولاى شي په اتو ساعتونو كې د كابل برېښنا وصل كړي: (( زموږ همكاران په سيمه كې دي، اجازه نه ده وركول شوې د كار، فكر كوم چې ساحه بېرته په جګړه كې ښكېل شوې ده، په اتو ساعتونو كې د كابل برق فعالوو، خو پايې به په دريو ورځو كې رغېږي چې هغه بيا بله كاري پروسه ده.))
دا په داسې حال كې ده، چې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د پوليسو ځانګړو او د ملي اردو کومانډو ځواکونو د بغلان مرکز ته څېرمه د ډنډ شهاب الدين له ساحې مخالفين شړلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA