ads

راتلوكى كال، كندهار كې د ۵۴ ميليونه ډالرو رغنيزې پروژې پيلېږي

د كليو پراختيا وزارت وايي، راتلونكي ۱۳۹۵ لمريز كال كې به په كندهار كې د ۵۴ ميليونه ډالرو په لګښت ۱۵۳۵ رغنيزې پروژې پلې كړي. د كليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني دا ژمنه پرون كندهار ته د سفر پر مهال كړې اوويلي يې دي د راتلونكي كال لپاره به په كندهار كې تر […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1394
راتلوكى كال، كندهار كې د ۵۴ ميليونه ډالرو رغنيزې پروژې پيلېږي

د كليو پراختيا وزارت وايي، راتلونكي ۱۳۹۵ لمريز كال كې به په كندهار كې د ۵۴ ميليونه ډالرو په لګښت ۱۵۳۵ رغنيزې پروژې پلې كړي.
د كليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني دا ژمنه پرون كندهار ته د سفر پر مهال كړې اوويلي يې دي د راتلونكي كال لپاره به په كندهار كې تر ټولو مهمه پروژه د ارغنداب د سيند د رغولو پروژه  وي.
هغه چې د کندهار د ولايتي شورا غړيو، والي، د سکتوري ادارو له رئيسانو او نورو سره يې خبري کولې وويل، کندهار ته يې د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله پاملرنه ډېره کړې ده. د كليو پراختيا وزارت وايي، راتلونكي ۱۳۹۵ لمريز كال كې به په كندهار كې د ۵۴ ميليونه ډالرو په لګښت ۱۵۳۵ رغنيزې پروژې پلې كړي.
د كليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني دا ژمنه پرون كندهار ته د سفر پر مهال كړې اوويلي يې دي د راتلونكي كال لپاره به په كندهار كې تر ټولو مهمه پروژه د ارغنداب د سيند د رغولو پروژه  وي.
هغه چې د کندهار د ولايتي شورا غړيو، والي، د سکتوري ادارو له رئيسانو او نورو سره يې خبري کولې وويل، کندهار ته يې د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله پاملرنه ډېره کړې ده.
نوموړي وويل، د دغو ۵۴ ميليونه ډالرو ډېره برخه به د ارغنداب د سيند پر رغولو ولګوي ځكه دا پروژه د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو ته حياتي ارزښت لري: (( په دغو پيسو كې ۱۶ مليونه ډالره د ارغنداب د سيند لپاره دي، دې سره سل زره جريبه خرابه شوې ځمكه بېرته آبي كېږي.))
وزير نصير احمد دراني وويل، په تېرو څوارلسو کلونو کي د ټول کندهار په کچه شپيته ميليونه ډالر مصرف شوي، خو له دې وروسته به كندهار بيا رغونې ته خاصه پاملرنه وشي.
بل خوا د کندهار والي ډاکتر همايون عزيزي وويل، په کندهار کې هغسي کار نه دى شوى څنګه چې د خلکو تمه وه.
هغه وويل چې د ملي پيوستون پروګرام دوې دورې په کندهار کې د نا امنيو له امله سم نه دى عملي شوى ځکه نو بايد دا پروګرام په نوې بڼه او د کندهاريانو له غوښتنو سره سم عملي شي.
دا مهال د کندهار په ليري پرتو ولسواليو کي د ملي پيوستون پروژې رواني دي، چي د کندهار ولایتي اداره ورڅخه راضي نه ده.
ولايتي اداره وايي، چي ډيري پروژې له دوی سره په نه همغږۍ عملي کيږي او پيسې يې شخصي جېبونو ته ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA