د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار کې د چاودنې له كبله ۱۴ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د ميمنې ښار په لودين څلورلارې كې رامنځته شوې ده.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي كليد ته وويل، چې چاودېدونكي توكي په يوه بايسكل كې ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ