د امريكا د جمهوري رياست د كمپايني ويناو په تړاو بارك اوباما پر جمهوري غوښتونكو كانديدانو سختې نيوكې كړي او ويلي يې دي د دوى د ويناو له كبله نړۍ له نويو ستونزو سره مخ شوې ده.
اوباما ويلي، د جمهوري خواهانو له ګوند نه د امريكا جمهوري رياست ته كانديد ډونالډ ټرمپ به هېڅكله د امريكا جمهور رئيس نه شي، ځكه د امريكا د خلكو مشري يو فكري كار دى نه د كوم سټيج پروګرام انانسري او كوربه توب. د امريكا د جمهوري رياست د كمپايني ويناو په تړاو بارك اوباما پر جمهوري غوښتونكو كانديدانو سختې نيوكې كړي او ويلي يې دي د دوى د ويناو له كبله نړۍ له نويو ستونزو سره مخ شوې ده.
اوباما ويلي، د جمهوري خواهانو له ګوند نه د امريكا جمهوري رياست ته كانديد ډونالډ ټرمپ به هېڅكله د امريكا جمهور رئيس نه شي، ځكه د امريكا د خلكو مشري يو فكري كار دى نه د كوم سټيج پروګرام انانسري او كوربه توب.
اوباما ويلي، د جمهوري غوښتونكو وروستۍ ويناوې د نړۍ په زيان دي او نوې ستونزې يې رازېږولې دي: (( د مسلمانانو پر ضد ويناوې كول او د خلكو احساساتو په پارولو څوك رايې نه شي ترلاسه كولى، نه يوازې ټرمپ بلكې نور جمهوري غوښتونكي به هم په دغه حال اخته شي، زه پر امريكايانو باور لرم چې ټرمپ به خپل جمهور رئيس ونه ټاكي.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د ډيموكراټانو د ګوند لخوا كانديدې هيلري كلنټن هم په يوه كمپايني غونډه كې پر جمهوري غوښتونكو د سپي د غږ په ايستلو نيوكه كړې وه .
د يادونې ده چې په جنوبي كيرولاينا كې د لومړنيو ټاكنو تر ترسره كېدو وروسته د ډيموكراټانو او جمهوري غوښتونكو تر منځ لفظي جنګ تېز شوى او د دواړو غاړو رهبران پر يو بل سخت انتقادونه كوي.


