د پوهنې وزارت په پكتيكا ولايت كې د نجونو د خيالي ښوونځيو شتون رد كړ.
د دغه وزارت د خپرونو رئيس كبير حقبل له كليد سره په مركه كې وويل چې دوى سږ كال هم په پكتيكا كې له ښوونځيو فارغينې نجونې لرلې، خو هغوى د كورنيو ستونزو له كبله د كانكور په آزموينه كې ګډون نه دى كړى.
د حقمل په خبره، هغه ټول راپورونه او ادعاوې بې بنسټه دي چې ويل كېږي د پكتيكا په ولايت كې خيالي ښوونځي دي د پوهنې وزارت په پكتيكا ولايت كې د نجونو د خيالي ښوونځيو شتون رد كړ.
د دغه وزارت د خپرونو رئيس كبير حقبل له كليد سره په مركه كې وويل چې دوى سږ كال هم په پكتيكا كې له ښوونځيو فارغينې نجونې لرلې، خو هغوى د كورنيو ستونزو له كبله د كانكور په آزموينه كې ګډون نه دى كړى.
د حقمل په خبره، هغه ټول راپورونه او ادعاوې بې بنسټه دي چې ويل كېږي د پكتيكا په ولايت كې خيالي ښوونځي دي: ((دا معلومات به درنه كړاى شم چې له كوم ځاى نه څومره زده كوونكي فارغ شوي، مګر په هېواد كې سږ كال داسې ځاى نه و چې له هغې ځايه موږ فارغان نه درلودل، دا چې زه تا فارغ كړم او ته بيا كانكور ازموينه ور نه كړې نو د دې مسووليت پر موږ نه راځي، بلكې فارغانو او كورنۍ ته يې مسووليت راجع كېږي.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د پكتيكا ولايت يو شمېر اوسېدونكو ددغه ولايت پر پوهنې رياست تور لګولى وو چې پراخ فساد پكې وجود لري او د خيالي ښوونځيو په نوم يې ورتلونكې پيسې چارواكي خپلو جېبونو ته اچوي.


